د کابل پوهنتون د فارمسي، ښکلو هنرونو او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو نوي رییسان معرفي شول

د چارو د غوره تر سره کولو او په کابل پوهنتون کې د علمي او اکاډمیکو هیلو د تامین په موخه د دې علمي بنسټ نوي رییسان، چې پدې وروستیو کې د کابل پوهنتون ریاست په وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو بستونو د انتصاب کمېټې او جمهوري ریاست عالي مقام د حکم پر بنسټ په یادو بستونو کې یې تقرر حاصل کړ؛ د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر د سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي له لوري د خپلو ادارو استادانو او منسوبینو ته وروپېژندل شول او دندې یې پیل کړې.

د کابل پوهنتون د ریاست په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم پر بنسټ هر یو ښاغلی پوهندوی اقا محمد ژکفر د فارمسي پوهنځي د رییس په توګه، ښاغلي پوهنمل سمیع الله نبي پور د ښکلو هنرونو د پوهنځي د رییس په توګه او ښاغلي پوهنمل نورجهان يوسفزی د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي د رییس په توګه په دندو وګمارل شول او نن د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي میاشتې په ۱۱ نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپلو دندو ته معرفي شول.

پدې مهال د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د ادارو د نویو مقرر شوو رییسانو د مبارکي تر څنګ یې په ادارو کې بدلون یو اصل یاد کړ او هغه یې د نویو  فرصتونو او باالقوه تواناييو څخه د ګټې اخیستنې کې لازم او اړین یاد کړل.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه، د خوښي ځای دی، چې د دې بنسټونو تېرو رهبرانو، چې له زیاتې مودې راهیسې د جدي هڅو او پوره تعهد سره د دې ادارو په خدمت کې وو او زیاتې لاسته راوړنې يې درلودې او اغېزمن خدمتونه یې تر سره کړي دي او نن ورځ د هغوی مسوولیتونه په پوره ویاړ سره نورو شخصیتونو ته لېږدول کیږي تر څو هغوی هم خپله وړتیا وښيي او لاسته راوړنې له ځانه پرېږي. نوموړي زیاته کړه، د کابل پوهنتون رهبري متعهده ده تر څو هیوادوالو ته ښه او معیاري اکاډمیک خدمتونه وړاندې کړي او له بل لوري کمي او کیفي بدلونونه راولي. په دې توګه د کابل پوهنتون رهبري تصمیم ونیوه، چې تر څو په کابل پوهنتون کې مثبتو بدلونونو د راوستو په موخه پدې اداره کې له تازه ظرفیتونو ګټه پورته کړي.

د کابل پوهنتون رییس په بنسټونو کې له ټیمي او ګډو کارونو څخه ګټه اخیستنه اغېزمنه یاده کړه او د تاکید تر څنګ یې د دې ادارو د مخکنیو رییسانو خدمتونه وستایل او د دې پوهنتون له استادانو څخه یې وغوښتل، چې د دې بنسټ له نویو رییسانو سره هر اړخیزه همکاري ولري.

د کابل پوهنتون د فارمسي، ښکلو هنرونو او حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو نویو مقرر شوو رییسانو  د دې پوهنتون د رهبري، د لوړو زده کړو وزارت له مقام او د جمهوري ریاست له عالي مقام له باور او ملاتړ څخه مننه وکړه، ډاډ یې ورکړ، چې د دې پوهنتون د لوړو موخو د تحقق او هیلو د تامین په موخه به له همکارانو سره په ټول توان به د ګډ کار هڅه کوي.

په همدې حال کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي پخوانۍ رییس ښاغلي پوهاند عبدالاقرار واصل، د ښکلو هنرونو د پوهنځي پخوانۍ رییس ښآغلی پوهاند محمد عالم فرهاد او د فارمسي پوهنځي پخواني رییس ښاغلي پوهاند محمد نسیم صدیقي په مختلفو دورو کې په یادو پوهنځیو کې د لاسته راوړنو ترڅنګ یې یادو ادارو ته د نویو رییسانو د تقرر مبارکي ورکړه او د اړوندو ادارو له رییسانو سره یې د هر ډول علمي او اداري کارونو د مرستې او همکاري وعده وکړه.

البته په پیل کې د نویو رییسانو د تقرر په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام حکم د کابل پوهنتون د بشري منابعو د آمر له لوري ولوستل شو او نوي رییسان د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر له لوري خپلو دندو ته معرفي او هغوی ته یې په ورسپارل شوو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د حقوقو او سیاسي علومو پخوانی رییس ښآغلی پوهاند عبدالاقرار واصل له اوولسو کالو را پدې خوا، د ښکلو هنرونو پخوانۍ رییس ښاغلی پوهاند محمد عالم فرهاد له دیارلسو کالو راهیسي او د فارمسي پوهنځي رییس ښاغلی محمد نسیم صدیقي له دولسو کالو راهیسي د خپلو ادارو د رییسانو په توګه دندې تر سره  کولې او پدې بنسټونو کې د نویو او تازه رییسانو د تقرر پر بنسټ پخواني رییسان د تېر په ډول اکاډمیکې دندې ته دوام ورکوي.