د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي نوی رئیسه د هغې ادارې استادانو او منسوبینو ته په رسمي ډول وروپېژند او دنده یې پیل کړه

اغلې پوهنواله جاوېده احمدي د کابل پوهنتون د ژورنالیزم او اړیکو پوهنځي استاده، چې په دې وروستیو کې د کابل پوهنتون د ریاست په وړاندیز او د لوړو زده کړو د اکاډمیکو بسټونو د انتصاب کمېټې او د ولسمشري ماڼۍ د عالي مقام په منظوري په دوم بست کې د دې پوهنتون د ژورنالیزم او اړیکو پوهنځي د نوي رییس په توګه په دنده وګمارل شوه. نن د روان ۱۳۹۸ کال د جوزا میاشتې په ۹ نېټه د پنج شنبې په ورځ د پوهنتون د رهبري هئیت له لوري د هغې ادارې استادانو او منسوبینو ته معرفي او په دنده یې پیل وکړ.

هغه غونډه، چې پدې موخه جوړه شوې وه د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د علمي چارو مرستیال پوهنمل دکتور محمد نعیم عظیمي، د دې پوهنتون د یو شمېر پوهنځيو ښاغلو رییسانو، استادانو، او کارمندانو په ګډون د ژورنالیزم او اړیکو پوهنځي په تالار کې جوړه شوې وه، د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د ژورنالیزم او اړیکو پوهنځي د پخواني رییس ښاغلي پوهنوال عبدالوحید غروال په تېره یوه دوره کې د تر سره شوو غوره کارونو څخه یادونه، مننه او ستاینه وکړه او د ژورنالیزم او اړیکو پوهنځي استادې اغلې پوهنواله جاوېده احمدي یې د هغې ادارې د رییسې په توګه مبارک وویل.

د ښاغلي فاروقي په وینا په یوه اداره کې بدلون یو اصل او اړتیا ده، چې له تازه ظرفیت او انرژي څخه د وګړو او هیواد لپاره د خدمت کولو لپاره د ګټې اخیستنې زمینه برابروي. نوموړي د دې ترڅنګ له ښاغلي غروال څخه د هغه پوهنځي له نوې رهبري سره د برنامو پر مخ وړلو کې د همکاري غوښتونکی شو، هيله یې وښوده، چې د هغه بنسټ نوې رییسه وکولای شي، چې د ستراتیژیکو موخو د تحقق او د دې پوهنتون د هیلو د تامین،  د خپلې دندې او مسوولیتونه په پوره ريښتینولي او په غوره توګه تر سره کړي.

په همدې حال د ژورنالیزم او اړیکو پوهنځي پخواني رییس ښاغلي پوهنوال عبدالوحید غروال د هغه پوهنځي د ریاست څوکۍ ته یې د مېرمن احمدي ټاکنې او ګمارنې څخه قدرداني وکړه، د هغه بنسټ د نوې رییسې د مبارکي تر څنګ یې د علمي او اداري کارونو د پرمخ وړلو په موخه د هر ډول مرستو او همکاریو وعده ورکړه.

همدارنګه د ژورنالیزم او اړیکو د پوهنځي نوې رییسې اغلې پوهنوالې جاوېدې احمدي د هغې ادارې د پخواني رییس له کارونو څخه مننه او قدر وکړ، په هغه څوکۍ د ګمارنې او انتصاب په موخه د کابل پوهنتون ریاست د باور څخه د مننې تر څنګ ډاډ ورکړ، چې د دې پوهنتون د کارونو د پرمخ وړلو او د کیفي وضعیت د غوره والي او قانون او مقرراتو په مطابق پلي کېدو لپاره د ټولو همکارانو سره د ګډ کار لپاره به هڅه وکړي.

کابل پوهنتون، د لوړو زده کړو وزارت او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عالي مقام حکم د دې بنسټ د بشري منابعو آمر ښاغلي سید ولي سیدا له لوري د دې پوهنځي د نوي رییس د ګمارنې په هکله ولوسته او اغلې پوهنواله جاوېده احمدي په رسمي دول د پوهنتون د رهبري هئیت له لوري نوې دندې ته معرفي او په دنده یې پیل وکړ.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلي پوهنوال عبدالوحید غروال له دیارلسو کالو راهیسي د ژورنالیزم او اړیکو پوهنځي د رییس په توګه دنده تر سره کوله، مېرمن احمدي د هغه پوهنځي د رییسې په توګه په دنده د ګمارنې سره ښاغلی غروال د تېر په څېر د استاد په توګه معرفي شو.