د کابل پوهنتون د اروا پوهنې او روزنیزو علومو له پوهنځي سره د کاناډا هیواد د برېتش کلمبیا (British Columbia) پوهنتون د همکاریو اعلان

د کابل پوهنتون د اروا پوهنې او ټولنیزو علومو پوهنځي رهبري  په ځانګړي توګه د دې پوهنځي د رییس ښاغلي ستارالدین صدیقي د بریتش کلمبیا پوهنتون د ریاست سلاکار ښاغلي ډاکټر ماروین ویستود او د افغان کاناډا موسسې له ښاغلو مسوولینو سره د اړیکې پر بنسټ هغوی د یوې مخامخ ناستې په ترڅ کې د ګډو برنامو پرمخ وړلو باندې خبرې او نظر شریک کړ.

هغه لیدنه، چې په همدې موخه د روان ۱۳۹۸ کال د غبرګولي میاشتې په ۴ نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل په سرینا هوټل کې د دواړو بنسټونو تر منځ جوړه شوې وه، د کابل پوهنتون ریاست سرپرستې او د محصلینو چارو مرستیالې اغلې پوهنوالې دکتورې تفسیرې هاشمي او د British Columbia پوهنتون یو شمېر کارکوونکو هم شتون درلود. د ناستې په پیل کې د دواړو بنسټونو مسوولانو په ځینو علمي او څېړنیزو او همدارنګه د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي له لوري بحث وکړ او پدې برخه کې لازمې هوکړې وشوې.

وروسته د بریتیش کلمبیا پوهنتون د ریاست سلاکار او د یاد پوهنتون د ترومای مرکز رییس ښاغلي ډاکټر ماروین ویستود د نظامي سرتېرو لپاره د ترومای درملنې ګروپ تر عنوان لاندې خپل علمي کنفرانس د دې برنامې ګډون کوونکو ته، چې د یو شمېر دولتي او خصوصي بنسټونو، چې عمومآ یې د اروا پوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي استادان، محصلین وو وړاندې کړ.

د دې کنفرانس په پای کې، چې د بریتیش کلمبیا (British Columbia ) پوهنتون ښاغلي هئیت د کابل پوهنتون د اروا پوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي له رییس او امرینو سره ځانګړې ناستې درلوده، په کنفرانس پورې د تړلو ځینو موضوعاتو په اړه تفاهم وشو او د کابل پوهنتون د اروا پوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي مسوولینو خپل وړاندېزونه د برېټیش کلمبیا پوهنتون له همکارانو سره شریک کړل. هغوی د علمي بنسټ د مسولینو وړاندیزونه او نظرونه واورېدل او د هغو د اجرایوي کېدو په هکله یې لازم او اړین تصمیم ونیوه.

د کابل پوهنتون د اروا پوهنې پوهني پوهنځي د مسوولینو له لوري یاد شوي وړاندیزونه، د دې دواړو بنسټونو تر منځ د تروما برنامې، د میتودیک مرکز جوړول، د اروا پوهنې پوهنځي د لابراتوار فعالول، په نړۍ والو ژورنالونو کې د استادانو د مقالو د منلو په موخه د نړۍوال څېړنیز کورس جوړول، د اروا پوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي علمي مجلې رامنځته کول او چاپولو په اړه مرسته، کلینیکي اروا پوهنې څانګې رامنځته کول او یو شمېر نورې موضوع ګانې وې، چې د کلمبیا پوهنتون او د دې پوهنتون د تروما مرکز د مسوولینو له لوري ومنل شوې او د همکاري وعده یې وکړه.

په پای کې د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیالې اغلې پوهنوالې دکتورې تفسیرې هاشمي او د اروا پوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي رییس ښاغلي پوهنوال ستارالدین صدیقي له لوري د کابل پوهنتون لوګو د برېتيش کلمبیا پوهنتون د ریاست سلاکار او د ترومای مرکز رییس ته ورکړل شوه.