د آلمان فدرالي جمهوریت د برلین ښار کې د لوړو زده کړو رهبرانو او مسوولینو نړۍ وال کنفرانس د افغانستان د لوړو زده کړو لوړ پوړي هئیت په فعاله ګډون جوړ شو

د کابل پوهنتون رییس ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د هیواد د لوړو زده کړو بنسټونو مسوولینو او اکاډمیکو یو شمېر شخصیتونو د بریتیش کنسل په دعوت د لوړو زده کړو موسسو او اکاډمیکې ټولنې رهبرانو په نړۍ واله ناسته کې د ۲۰۱۹  کال د مې میاشتې له ۱۲- ۱۸ پورې، چې د روان ۱۳۹۸ کال د غويي میاشتې له ۲۲ نه تر ۲۸ پورې د جرمني هیواد د کانګرس BCC په مرکز جوړه شوې وه، هغه هیواد ته سفر وکړ.

دا مجمع د ډیجیټل پدېدې د رامنځته کېدو او عنعنوي انالوګ سیسټمونو تر منځ د اړیکو رامنځته کول، چې تر اوسه پورې په یو شمېر هیوادونو کې له هغه میتود څخه ګټه پورته کيږي، د بریټانیا هیواد د بریتیش کانسل له لوري او جرمني هیواد د اکاډمیکو خدمتونو د تبادلې ادارې (DAAD) په نژدې همکاري او د یو شمېر نورو بنسټونو له لوري په لاره اچول شوې وه.

د افغانستان د لوړو زده کړو هئيت د ۲۰۱۹ د مې میاشتې په ۱۳ نېټه د دوشنبې په ورځ تر غرمې وروسته په تشریفاتي او پرانیسته برنامه کې، چې د نړۍ والو لوړو زده کړو تر زرو تنو څخه زیاتو پېژندل شوو او مطرحو شخصیتونو پکې ګډون درلود، شرکت وکړ.

د دویمې ورځې تر غرمې وروسته د اروپا او جنوبي اسیا هیوادونو په لوړو زده کړو د ډیجيټل کېدلو رول په اړه بحث د کنفرانس په عمومي صالون کې د هغې ورځې په پام کې نیول شوې اجنډا وه، چې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي حمید الله فاروقي د جنوبي اسیا او اروپا د مختلفو هیوادونو څلور نور مشران د بحث لپاره غوښتل شوي وو.

د کابل پوهنتون رییس د افغانستان د لوړو زده کړو سکتور په نیابت او د افغانستان د لوړو زده کړو هئیت په وکالت له بريتیش کانسل او د کنفرانس له ملاتړو بنسټونو څخه د مننې او درناوي تر څنګ یې پدې فوق العاده ناسته کې یې د لوړو زده کړو په لوري تلل یې عالي و ارزول. د دې پنل په متن او جانبي بحثونو کې هغه راټول شوي مطلبونه لکه د ډیجيټل ټکنالوژي او د سیمې او افغانستان په لوړ زده کړو یې اغېز یې خبرې وکړې او د ناستې په جریان پوښتل شوې پوښتنې یې ځواب کړې او رڼا یې پرې واچوله، چې حاضرینو د علاقې او دلچسپي وړ وګرځېدې.

د کابل پوهنتون رییس او د افغانستان د لوړو زده کړو هئیت نورو غړو ټولې ناستې د خوښې وړ او په نړۍ والو لوړو زده کړو په پورې مرتبطو ناستو کې فعاله ګډون وکړ او د افغانستان د لوړو زده کړو سکتورونو کې یې په شته ننګونو او فرصتونو په اړه یې په مختلفو پنلونو کې رڼا واچوله.

د افغانستان د لوړو زده کړو هئیت له موقع څخه په ګټه اخیستنه د افغانستان د لوړو زده کړو اکاډمیکې موسسې او پوهنتونونه د نورو علاقه مندو بنسټونو او پوهنتونونو د پاملرنې وړ وګرځول د اکاډمیکو اغېزمنو اړیکو د تامین په موخه یې لومړني ګامونه پورته شول. افغاني هئیت د افغانستان د لوړو زده کړو بنسټونو په ځانګړي توګه د کابل پوهنتون د وضعیت په هکله د نظر څرګندولو تر څنګ د همدې کنفرانس په متنوع بحثونو کې یې دا وموندله، چې د نړۍ د مختلفو هیوادونو د لوړو زده کړو په سکتورونو کې ورته ستونزې او ننګونې پیدا کړې، چې له ډیجیټلي ټکنالوژي څخه په ګټه اخیستنه له لرې څخه زده کړه، د استادانو اومحصلینو تبادله، د ګډو علمي څېړنو تر سره کول، له لابراتوارونو څخه ګټه اخیستنه، کتابتونونه، د نړۍوالو لوړو زده کړو علمي شمېرې او شاخصونه د ټولو لپاره په ځانګړي توګه د هیواد د لوړو زده کړو بنسټونو لپاره زمینه برابروي او ارزانه تمامیږي.