د کابل پوهنتون د محصلینو تر منځ «د خواخوږي ماښام روژه ماتی» ځانګړې برنامه جوړه شوه

د کابل پوهنتون د محصلینو تر منځ «د خواخوږي ماښام روژه ماتی» ځانګړې برنامه د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د روان ۱۳۹۸ کال د ثور میاشتې په ۳۱ نېټه د سه شنبې په ورځ په کابل پوهنتون کې جوړه شوه. دا برنامه د کابل پوهنتون د ریاست او د دې پوهنتون د محصلینو اتحادیې له لوري جوړ شوې وه، چې پدې کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د کابل پوهنتون ښاغلو مرستیالانو، د کابل پوهنتون استاد او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون کمشنر ښاغلي محمد قاسم الیاسي، د کابل پوهنتون د پوهنځیو یو شمېر ښاغلو رییسانو، استادانو او د هلکانو لیلیې محصلینو شتون درلود.

دا برنامه د قران کریم په تلاوت پیل شوه او ورپسې د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې رییس ښاغلي احمد جاوېد فاروس د برنامې د جوړولو په موخه او د محصلینو تر منځ یې د همغږي، خواخوږي او د ارزښتونو په ملاتړ، د ملي او ژورو اسلامي ارمانونو د تحقق  په اهمیت خبرې وکړې.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي افغانانو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته یې د روژې مبارکې میاشتې مبارکي ورکړه او د روژې مبارکه میاشت یې د برکت میاشت وبلله. له بل لوري ښاغلي فاروقي د کابل پوهنتون د محصلینو اتحادیې څخه د مننې تر څنګ یې د دې برنامې د جوړېدو، ورورولي او یو بل منل یې د محصلینو په منځ کې لازمي یاد کړل او په لیلیه او کابل پوهنتون کې هر ډول قومي، ژبني او مذهبي مداخلې او رغبت د منلو وړ ندی.

په پای کې نوموړي په پوهنتون او لیلیه کې ستونزو ته د رسېدو وعده وکړه او پوهنتون او لیلیې د پرمختیا او ښه والي په برخه کې یې د محصلینو څخه د همکاري غوښتنه وکړه.

د برنامې په دوام د پوهنتون استاد او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون کمشنر او ویاند، د شرعیاتو د پوهنځي استاد ښاغلي پوهنمل محمد معروف حنیف د موضوع په هکله خبرې وکړې، ځوانان او د پوهنتون محصلین یې يووالي، خواخوږي او یو بل منلو ته دعوت کړل.

په پای کې د خواخوږي روژه ماتی په ګډه سره په جماعت د لمانځه په ادا کولو  پاې ته ورسېده او ټول میلمانو او محصلینو د ډوډی خوړولو لپاره د کابل پوهنتون مسجد ته یې تشریف یوړ. همدارنګه د محصلینو دفتر، چې اوس په مرکزي لیلیه کې جوړ شوی دی، په رسمي ډول د کابل پوهنتون د رییس، مرستیالانو او د اتحادیې د رییس له لوري په رسمي ډول پرانستل شو تر څو د اتحادیې فعالیتونه په لیلیه کې د لا زیاتې همغږۍ او څارنې سره پیل شي.