د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د افغانستان د لوړو زده کړو د یو لوړپوړي هئیت په مشري بنګله دیش هیواد ته لاړه

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ا. ا. د، د رییس سلاکار د لوړو زده کړو د یو لوړپوړي هئیت په مشري بنګله دیش هیواد ته سفر وکړ، چې پدې سفر کې یې د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیالې اغلې پوهنوالې دکتورې تفسیرې هاشمي، د ټولنیزو علومو پوهنځي د بشر پېژندنې او لرغون پېژندنې د ډیپارتمنټ استاد ښاغلي پوهاند عصمت الله عثماني او د لوړو زده کړو د پراختیايي پروګرامونو (HEDP) رییس ښاغلي نوراحمد درویش ملتیا کوله.  دا سفر د ۲۰۱۹ د اپریل ۲۱ نېټه، چې د روان ۱۳۹۸ کال د ثور میاشتې په لومړی نېټې سره برابر وو، د لوړو زده کړو د بدلون او چکټیا پروژې برنامو (HEAT) Higher Education Acceleration and Transformation  په موخه د بنګله دیش هیواد ته لاړل.

پدې سفر کې د لوړو زده کړو د بدلون او چکټیا (HEAT)، د بنګله دیش هیواد په لوړو زده کړو کې د بدلونونو په څرنګوالي، د لوړو زده کړو د مالي برخو د مدیریت او توانمندي پیاوړتیا، د ښځینه وو د لوړو زده کړو د ظرفیت د لوړولو او ښه والي په موخه د سیمه ییزو همکاریو رامنځته کول، د پروژو مدیریت او تر لاسه شوو پایلو څخه څارنه او د اړیکو تامین په برخو کې د افغانستان په اړه عمومي برنامو د سیمه ییزو فعالیتونو په بحث کې د افغانستان اړوند برنامې په پام کې ونیسي.

له اجنډا سره سم پدې اړه او د دواړو هیوادنو تر منځ د علمي اړیکو پراختیا او له مسوولینو او د بنګله دیش د لوړو زده کړو د کمیسیون له هئیت سره لیدنه وکړه او د هغه هیواد پوهنتونونو ته یې سفر وکړ.

همدارنګه د دې سفر په څنډه کې د اپریل په ۲۲ نېټه، چې د بنګله دیش په هیواد کې عمومي رخصتي وه، له دې فرصت څخه په ګټه اخیستنه په بنګله دیش کې یې د افغانستان اسلامي دولت له سفیر ښاغلي عبدالقیوم ملکزاد او همکارانو سره یې په سفارت کې، چې د افغان محصلینو زیاتو استازو، چې شمېر یې تر ۱۲۰ تنو ته رسېده ، ولیدل. پدې لیدنه کې افغان محصلینو په هغه هیواد کې له تحصیلي وضعیت څخه خبر ورکړ او ستونزې او ننګونې یې بیان او د لوړو زده کړو مسوولینو او سفارت له لوري یې ورته د رسېدو غوښتونکي شول.

د لوړو زده کړو بنسټونو له مسوولینو او د بنګله دیش د لوړو زده کړو کمیسیون رهبري هئیت سره په لیدنه کې ښاغلي فاروقي د نورو مسایلو تر څنګ يې د لوړو زده کړو کې بدلون او چټکتیا پروژې (HEAT) ته هم اشاره وکړه او پدې برخه کې هر اړخیزې خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

د افغان محصلینو د ستونزو سربېره، چې له افغان محصلینو سره د لیدنې پر مهال یې لیکلي وو، خبرې وکړې او ښاغلي فاروقي د بنګله دیش هیواد د لوړو زده کړو له کمیسون څخه وغوښتل تر څو هغه ستونزې، چې په هغوی پورې اړه لري پاملرنه وکړي او د هغو په له منځه وړلو کې همکاري وکړي، چې د کمیسیون د رییس او مسوولینو له لوري د همکاریو وعده ورکړل شوه او د محصلینو ستونزو ته به یوه د حل لاره ولټوي.

په دې توګه د بنګله دیش هیواد د لوړو زده کړو کمیسیون له لوري د افغانستان د لوړو زده کړو سره د مرستې وعدې وشوې او د (AFG REN) پروژې سره د تخنیکي همکاري تعهد یې وکړ تر څو په افغانستان کې د (HEAT) په پروژه کې شامل بنسټونه د همکاريو یوه شبکه رامنځته کړي. د بنګله دیش هیواد د لوړو زده کړو کمیسیون (UGC)  سره د نظرونو د تبادلې وروسته دې هوکړې ته ورسېدل تر څو د دواړو بنسټونو او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت تر منځ د علمي همکاریو هوکړه لیک او د محصلینو تبادلې باندې هوکړه لاسلیک شي.

په همدې ډول د اجنډا سره سم د ښځو مرکزي پوهنتون، د جهانګیر نګر، د ډاکې پوهنتون او د هغه هیواد نورو تحصیلي بنسټونو څخه لیدنه او کتنه وکړه، چې یو شمېر یې د (HEAT) پروژې غړیتوب هم لري. د دواړو لورو د بحثونو او خبرو پر مهال د طرفینو تر منځ هوکړې هم شوي دي، چې په راتلونکې کې د بنګله دیش د لوړو زده کړو کمیسیون او د افغانستان د لوړو زده کړو تر منځ د استادانو، محصلینو تبادلې، ګډو علمي څېړنو او نورو ګډو همکاریو پر سر د هوکړه لیک سند به جوړ شي.