کابل پوهنتون د عدلیې وزارت کارمندانو لپاره د ماسټري په کچه د زده کړې زمینه برابروي

د عدلیې وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د روان ۱۳۹۸ کال د غويي میاشتې په ۲۸ نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوړو زده کړو او عدلیې وزارتونو تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه لیک پر بنسټ د لوړو زده کړو وزارت به په کابل پوهنتون کې د عدلیې وزارت کارکوونکو لپاره د ماسټري په کچه د زده کړې زمینه برابروي. دا هوکړه لیک په داسې حال کې د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي پوهنمل دکتور نجیب الله خواجه عمري  او د عدلیې وزیر ښاغلي دکتور عبدالبصیر انور له لوري لاسلیک شو، چې د دواړو وزارتونو یو شمېر مرستیالانو، سلاکارانو او رییسانو او همدا رنګه د کابل پوهنتون مسوولینو شتون درلود.

پدې برنامه کې د عدلیې وزارت وزیر ښاغلي دکتور عبدالبصیر انور د لوړو زده کړو وزارت څخه یې د هغې ادارې د کارکونکو د ظرفیت لوړو د زمینې د برابرولو په موخه مننه وکړه او د هیواد ادارو د کارمندانو ظرفیت لوړول یې یوه جدي اړتیا یاده کړه. د عدلیې وزیر وویل، د لوړ ظرفیت او توان لرونکي کسان کولای شي په ادارو کې اغېزمن کارونه ترسره کړي، په دې موخه د عدلیې وزارت پدې هڅه کې شو تر څو د لوړو زده کړو وزارت او نورو ادارو سره په همکاري د خپلو ادارو کارمندانو لپاره زمینه برابره کړي.

وروسته د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي پوهنمل دکتور نجیب الله خواجه عمري د عدلیې وزارت سره د هغې ادارې د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په هوکړه لیک خوښي وښوده، د لوړو زده کړو د هیواد د ادارو کارمندانو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې له ګڼو ادارو سره یې هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي او دې ادارې د برنامې کیفیت ته زیاته پاملرنه درلوده. نوموړي له هغو هڅو څخه د هیواد په د ننه او بهر کې د علمي بنسټونو د استادانو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې د هغې ادارې څخه یادونه وکړه، ویې ویل، چې بشري لوړ ظرفیت کولای شي په غوره او ښه توګه برنامې او کارونه تر سره کړي. 

ښاغلي خواجه عمري زیاته کړه، د هیواد په پوهنتونونو کې د ماسټري ۷۰ برنامې شتون لري او ۴۰ نورې برنامې تر لاسه لاندې لري، ولې د هغوی زیاته پاملرنه د برنامو په کیفیت باندې ده. په پای کې د لوړو زده کړو وزارت د کابل پوهنتون له ریاست څخه، چې د هیواد د ادارو د کارمندانو د ظرفیت د لوړو په موخه ورڅخه مننه وکړه.

د دې هوکړه لیک پربنسټ په هره تحصیلي دوره کې د عدلیې وزارت ۳۰ کارمندان به د کابل پوهنتون ماسټري برنامې ته جذبیږي.

 

 

.