د عربستان شاهي هیواد ته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ډيپارټمنټ استاد اود ماسټري برنامو آمر ښاغلي پوهندوی دکتور ګل محمد باسل د سفر راپور

Pashto

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د عربي ډیپارټمنټ استاد ښاغلي پوهندوی دکتور ګل محمد باسل، د مرکز البحوث و التواصل المعرفی(د څېړنو او علمي پیوند مرکز) په دعوت په يو رسمي سفر د عربستان شاهي هیواد د ریاض ښار ته لاړه او د کابل پوهنتون په استازيتوب « مؤتمر الاستعراب الآسیوی» « په اسیا کې د عربي ژبې دودول» تر نوم لاندې په علمي کنفرانس کې ګډون وکړ. دا کنفرانس د روان ۱۳۹۷ کال د وري میاشتې په ۱۹ نېټه جوړ شوی وو، په هغه کې تر ۱۸ د زیاتو اسیايي هیوادونو ۸۸ تنو ګډون کړی وو.

ښاغلي دکتور ګل محمد باسل هم د دې کنفرانس په دوران کې د دې برنامې په مختلفو پنلونو کې فعاله ګډون درلود. د کنفرانس په لومړی ورځ تر دې وروسته، چې ګډون کوونکو په کنفرانس کې حضور پیدا کړ. د څېړنو او علمي پیوند مرکز ريیس ښاغلي دکتور یحی محمود بن جنید میلمنو او ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او یو شمېر ګډون کوونکو د موضوع په هکله خپله بیانیه وړاندې کړه.

د دې ورځې په دوهمه ناسته کې ګډون کوونکو په جلا تالارونو کې په مختلفو پنلونو کې حضور پیدا کړ او د ژوري هئیت تر نظر لاندې یې خپلې مقالې ولوستلې. د کنفرانس په دوهمه ورځ د کابل پوهنتون استازي دوهم پنل کې د « القوانین الصوتیت فی التعریب» عنوان لاندې خپله مقاله ولوستله، چې په تالار کې د موجودو کسانو د استقبال او دلچسپي وړ وګرځېده. د کنفرانس درېمې ورځې هم په همدې ډول ادامه درلوده او په څلورمه ورځ د کنفرانس وروستی او اختتامیه محفل جوړ شو. ګډون کوونکو د کنفرانس جمع بندي او نتیجه ګیري وکړه او په راتلونکې کې يې مختلفو هیوادونو کې د ورته کنفرانسونو په جوړولو تاکید وکړ.

د کنفرانس تر پایته رسېدلو وروسته میلمنو د عربستان شاهي هیواد له مختلفو سیمو په ځانګړي توګه د ریاض ښار څخه لیدنه وکړه او همدارنګه د عمرې د ادا کولو لپاره مدینې منورې او مکې معظمې ته روان شول.

د کنفرانس په پای کې د څېړنو او علمي پیوند مرکز له لوري د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د عربي ډيپارټمنټ استاد ښاغلي پوهندوی دکتور ګل محمد باسل ته ستاینلیک هم په پام کې نیول شوی وو، ورکړل شو.