په کابل پوهنتون کې د ترکیې هیواد د بورسیو ازموینه واخیستل شوه

د هیواد د یو شمېر ښوونځیو د دولسم ټولګیو او پوهنتونونو فارغینو، چې مخکې یې د ترکیې هیواد د لسانس، ماسټري او دکتورا دورې بورسیو کې نوملیکنه کړې او د شرایطو وړ وو، د روان ۱۳۹۸ کال د غوايي/ ثور میاشتې به ۲۰ نېټه د جمعې په ورځ خپله رقابتي ازموینه ورکړه. د یادو بورسیو ازموینه د ترکیې هیواد د بورسیو د تنظیم ادارې له لوري له کابل پوهنتون سره په همغږي او همکاري په دې پوهنتون کې واخیستل شوه. پدې ازموینه کې د هیواد د ښوونځیو او پوهنتونونو ۳۰۰۰ تنو فارغینو ګډون کړی وو.

د ترکیې دوست هیواد هر کال په عادي ډول افغانانو او د نورې نړۍ هیوادونو ته د لسانس، ماسټري او دکتورا په کچه بورسيې ورکوي، چې روان کال یې هم افغان فارغینو ته ۳۰۰ سيټه بورسیې ځانګړي کړي دي. د بورسيو ازموینه، د کابل پوهنتون او ترکیې هیواد د بورسیو د تنظیم ادارې تر مستقیم نظارت لاندې تر سره شوه.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د مالي او اداري او محصلینو چارو مرستیالانو په ملتیا د ازموینې له بهیر څخه یې، چې څارنه او لیدنه کوله، د دې ازموینې په روڼوالي یې تاکید کاوه او د پوهنځیو د رهبري هیئت او اړوند استادانو ته یې لازمې او اړینې لارښوونې وکړې.

د مسوولانو په وینا په افغانستان کې د ترکیې هیواد د بورسیو د تنظیم ادارې مسوولینو په وینا، په ورته وخت کې دا ازموینه په څو زونونو کې اخیستل کيږي او د دې ازموینې عمومي لګښت د ترکیې هیواد په غاړه دی.