د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د دې پوهنتون دهلکانو لیلیې څخه لیدنه وکړه

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې پوهنتون د هلکانو د لیلیې د وضعیت د څرنګوالي د ارزونې په موخه د روان ۱۳۹۸ کال د غوايي میاشتې په ۱۸ نېټه لیلیې ته لاړه او د محصلینو ډوډۍ د توزیع بهیر او د دې لیلیې له نورو برخو څخه یې لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې د کابل پوهنتون رییس د محصلینو ستونزې واورېدې، د وضعیت د ښه والي، چاپېریالي شرایط او په سمه توګه د خوړو پخول او تیارولو په هکله یې د لیلیې مسوولینو او کارکوونکو ته لارښوونه وکړه تر څو غوره کړنې تر سره کړي. پدې لیدنه کې د پوهنتون ادارې یو شمېر کارمندانو د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ملتیا کوله.