د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون ته د سره صلیب نړۍ والې کمېټې «۲۰۹» ټوکه کتابونه ډالۍ کړل

په کابل کې میشتې د سره صلیب نړۍ والې کمېټې د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون ته د بشر دوستي نړۍ وال حقونه او د جګړې حقونو پورې اړوند «۹۰» عنوانه کتابونه، چې «۲۰۹» نسخو ته یې شمېر رسیږي ورکړل. دا کتابونه د سره صلیب د نړۍ والې کمېټې د حقوقي سلاکار ښاغلي یار محمد یاري او اسسټانټ مشاورې اغلې مسعوده صدیقي له لوري د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون مسوولینو ته تسلیم شول.

د سره صلیب نړۍ والې کمېټې د دې کتابونو د ورکړې د څرنګوالي په هکله وویل، تر دې مخکې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو د مونوګراف لیکنې په موخه د سره صلیب ادارې ته مراجعه کوله. البته د دې کتابونو د بیې د لوړوالي په خاطر محصلینو نشو کوالی دا کتابونه وپېري. د سره صلیب ادارې دا تصمیم ونیوه، چې د دې کتابونو له ډلې یې یو شمېر د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون ته وقف کړي تر څو د کابل پوهنتون محصلین او د هیواد د نورو پوهنتونونو محصلین له هغو څخه زیاته ګټه پورته کړي.

همدارنګه د کابل پوهنتون د ریاست په استازیتوب د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون امر حبیب الله لمر جهانیار د سره صلیب کمېټې د بشردوستي مرستو څخه مننه او قدر وکړ، وعده یې وکړه، چې ژر تر ژره به مرسته شوي کتابونه سیسټم کې شامل تر څو د ګرانو محصلینو د لاسرسي سبب وګرځي.