د آلمان هیواد د افغاني او آلماني پوهنتونونو استادانو ټولنې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم او اړیکو پوهنځي یو شمېر فعاله استادان او ممتاز محصلین وستایل

د افغاني او آلماني پوهنتونونو  استادانو ټولنې، چې اوس د آلمان هیواد علمي ټولنې ته په خدمت کولو بوخته ده، د روان کال د ثور میاتې په ۱۷ نېټه د سه شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د ژورنالیزم او اړیکو پوهنځي یو شمېر فعاله استادان او ممتاز محصلین د یوې ناستې په ترڅ کې، چې د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر په دفتر کې جوړه شوې وه، وستایل شول او نغدي مرستې ورسره وشوې.

پدې ناسته کې د ژورنالیزم او اړیکو پوهنځي رییس ښاغلي پوهنوال عبدالوحید غروال، د ځمک پېژندنې پوهنځي استاد او د آلماني او افغاني پوهنتونونو استادانو ټولنې د دفتر استازي ښاغلي دکتور کوهستاني او همدارنګه د ژورنالیزم او اړیکو پوهنځي یو شمېر استادانو او محصلینو هم شتون درلود، د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي له دې پوهنتون سره د ژورنالیزم او اړیکو پوهنځي له استادانو او ممتازو محصلینو سره په آلمان هیواد کې میشت د افغاني او آلماني پوهنتونونو ښاغلو استادانو ټولنې له همکاریو څخه مننه وکړه او د دې همکاریو معنوي اړخ يې د ارزښت او اهمیت وړ وباله.

پدې حال کې د ژورنالیزم او اړیکو پوهنځي رییس ښاغلي پوهنوال عبدالوحید غروال او د ځمک پېژندنې پوهنځي استاد او د آلماني او افغاني پوهنتونونو استادانو د ټولنې د دفتر استازي ښاغلي دکتور سردار محمد کوهستاني د ژورنالیزم او اړیکو پوهنځي او کابل پوهنتون سره د تېرو فعالیتو او مرستو باندې خبرې وکړې او د هغه هیواد له مرستو څخه تقدیر او مننه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې په المان هیواد کې د افغاني او آلماني پوهنتونونو استادانو ټولنه له څو کلونو را پدې خوا د المان هیواد په علمي ټولنه کې په فعالیت بوخته او يو د کابل پوهنتون د ښو همکارانو له ډلې څخه هم ده. دې ادارې تر اوسه پورې دا درېم ځل دی، چې د ژورنالیزم پوهنځي استادان او محصلین ستایلي او نغدي ډالۍ یې ورکړي دي.