د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

د کابل پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته د روان کال د غوايي میاشتې په ۱۷ نېټه د سه شنبې په ورځ تر غرمې مخکې ۹:۳۰ د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي په ریاست د دې شورا د ناستو په تالار کې جوړه شوه. د کابل پوهنتون علمي شورا په پوهنتون کې د اکاډمیک تصمیم نیونې د لوړ ارګان په توګه د دې پوهنتون د رهبري هئیت، د مختلفو پوهنځیو له رییسانو او استادانو څخه جوړه شوې ده. دا ناسته په دوامداره توګه د پوهنتون د رهبري د تصمیم پر بنسټ او په هغو پورې د زیاتو تړلو موضوعاتو او همدارنګه د چارو د ښه والي او د دقیقو برنامو جوړولو په موخه تر سره کیږي، چې په هغه کې لوی تصمیمونه نیول او مهمې او اړینې پرېکړې تر سره کیږي.

د ناستې په پرانیسته کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د ناستې غړو ته د شه راغلاست تر څنګ د ناستې ټولو غړو او ګران ملت ته د روژې مبارکې میاشې د رارسېدو مبارکي ورکړه او هغوی ته یې د بریاليتوب او سرلوړی هیله څرګنده کړه.

د کابل پوهنتون رییس د پوهنتون له رهبري او د دې بنسټ د پوهنځیو له رییسانو، استادانو او کارمندانو څخه یې په مختلفو پوهنتوني او ملي برنامو کې د کارونو د ښه مدیریت او فعاله ګډون نه مننه وکړه او د هغوی رول یې زیات مهم او د ارزښت وړ وباله. ښاغلي فاروقي د پوهنتون ځینو انضباتي او دسپلیني مواردو ته اشاره وکړه او د دې علمي بنسټ د پوهنځیو له رییسانو او استادانو څخه یې وغوښتل، چې د همیشنی توجه په څېر د نظم او انضباط د پلي کولو په برخه کې د پوهنتون له ادارې سره جدي همکاري وکړي.

په دې ناسته کې د علمي شورا یو شمېر غړو د برنامو د ښه والي او انضباطي او دسپلیني برخو کې خپل نظرونه شریک کړل، د هغو د جوړولو او پلي کولو په برخه کې یې د زیاتو همکاریو وعده وکړه.

وروسته له اجنډا سره سم د علمي شورا منشي په اجنډا کې شاملو موضوعاتو ته ځغلنده نظر وکړ او د ترفیع ۳۳ دوسیو، د علمي رتبو تثبیت او د پوهنتونونو استادانو په تقرر خبرې وشوې او د علمي شورا د خبرو او نظرونو د تبادلې وروسته یې په اړه لازم تصمیم ونیول شو. د متفرقه قضیو په برخه کې وارد شوي مکتوبونه، د محصلینو عریضو او د پوهنتون دسپلیني قضیو ته هم کتنه وشوه او د علمي شورا د ټولو غړو د رایو په اتفاق لازم تصمیم ونیول شو او د تائید وړ وګرځېدل او وروستي شول.

د ناستې په پای کې د کابل پوهنتون رهبري یو شمېر ښاغلي استادان، چې د پوهنتون د ادارې د مختلفو پوهنځیو د درسونو د پرمختګ د څرنګوالي د نظارت په برخه کې په پوره اخلاص او مسولیت سره همکاري کړې وه د ستاینې وړ وګرځېدل.

د علمي شورا ناسته د هیواد او هیوادوالو ته د خیر او بریالیتوب د دعا په کولو سره تر غرمې وروسته په ۱:۳۰ پای ته ورسېده.