پدې وروستیو کې د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د یوه محصل له لوري د مطالعې میتود سافټویر جوړ او نندارې ته وړاندې شو

د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي یو تن محصل د مطالعې میتود او د حافظې پیاوړتیا سافټویر په جوړېدو بریالی شو. د مطالعې د میتود په برخه کې یې دا نوی او اغېزمن سافټویر معرفي کړ، چې ګټه اخیستونکي کولای شي په خپل ټیلیفون کې فعال او په هر وخت او ځای کې د مطالعې د مهارتونو درسونه ولولي.

د یاد سافټویر ټولې اړتیاوي او د مطالعې شرایط یې په پوره جزیاتو سره معرفي کړل، محصلین او د مطالعې علاقه مندان کولای شي د مطالعې له اغېزمنو تکتیکونو څخه پوهاوی تر لاسه کړي. د دې سافټویر د معرفي په پرانیسته کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د دې پوهنتون د پوهنځیو رییسانو، استادانو، کارکوونکو او محصلینو شتون درلود.

د دې سافټویر تخلیق کوونکي ښاغلي انجنیر غلام حسین جویا د دې تر څنګ، چې د هغه د جوړېدو په هکله یې خبرې وکړې، د دې اپلکیشن تخلیق او تولید یې د خپلو هڅو، د استادانو زحمتونو او لارښوونو پایلې یادې کړې او د کابل پوهنتون د رهبري او د دې پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي له هر اړخیز ملاتړ څخه یې مننه او قدر وکړ.

وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د دې سافټویر تخلیق او رامنځته کول یې د کابل پوهنتون استادانو او محصلینو ته مبارک ووایه او د دې اپلکیشن تخلیق کوونکي څخه یې مننه او ستاینه وکړه.

د کابل پوهنتون رییس وویل، د هیواد د علمي بنسټونو محصلین له استعدادونو او توانائیو څخه برخه من دي، هر کس، چې زیاته هڅه کوي کولای شي خپلې توانائي او شته علمي استعدادونو سره خارق العاده او لوی کار تر سره کړي. نوموړي د دې پوهنتون د یو تن محصل ښاغلي غلام حسین جویا له لوري د دې اپلکیشن خلق د مطالعې د مهارتونو د ښه والي په برخه کې اغېزمن یاد کړ؛ د دې بنسټ له نورو محصلینو څخه یې وغوښتل، چې د دې میتود او اپلکیشن په کارونې سره د مطالعې وړتیا او تخصصي کچه لوړه کړي او همدارنګه د مسلکي پوهې د لوړولو له لارې لویو کارونو ته مخه کړي.

دا نندارتون د کابل پوهنتون رییس او نورو ګډونوالو له لوري د پټۍ په پرې کولو سره په رسمي ډول سره پرانیستل شو. په پام کې ده دا نندارتون د دوه ورځو لپاره د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي په څنګ کې دوام ولري.