د کابل پوهنتون د ارواه پوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د کار ډیپارټمنټ څخه «۲۶» تنه محصلین فارغ شول

د کابل پوهنتون د ارواه پوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د کار ډیپارټمنټ د دوهمې دورې څخه ۲۶ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته واندې شول. د دې دورې د فارغینو جشن د روان ۱۳۹۸ کال د غوايي/ ثور میاشتې په ۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال او سرپرست ښاغلي دکتور محمد نعیم عظیمي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت اجتماعی مرستیال ښاغلي غلام حیدر جیلاني، د اروا پوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي رییس ښاغلي پوهنوال ستارالدین صدیقي، د «UNICEF»، «War Child Canada» او «Save The Children» د دفترو ښاغلو استازو، استادانو، اداري کارکوونکو، فارغینو او د هغوی کورنیو په ګډون د دې پوهنتون په مرکزي تالار کې جوړ شو.

پدې مراسمو کې د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال او سرپرست ښاغلي پوهنمل دکتور محمد نعیم عظیمي د دې پوهنتون د رهبري په استازيتوب د دې برنامې ټولو ګډون کوونکو ته ښه راغلاست وویل او په دې فراغت غونډې کې یې د هغوی په ګډون خوښي وښوده. د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال پدې پوهنتون کې د کمي او کیفي برنامو په هکله د خبرو ترڅنګ وویل، د دې پوهنتون رهبري تل پدې هڅه کې وه، چې خپلې ټولې علمي برنامې د کار څښتن او د ټولنې د اړتیا مطابق جوړې کړي، چې د ارواه پوهنې او روزنیزو علومو پوهنځی هم د ټولنې د اړتیا پر بنسټ جوړ شوی دی او تر اوسه پورې یې ټولنې ته دوه دورې فارغین وړاندې کړي دي.

د دې تر څنګ ښاغلي عظیمي د کابل پوهنتون په کچه د ټولنیز کار ډیپارټمنټ کې د ماسټري له پیل څخه هم خبر ورکړ، له فارغ شوو محصلینو څخه یې وغوښتل، چې په خپلو زده کړو بسنه ونکړي، هڅه وکړي تر څو لوړې علمي درجې (ماسټري او دکتورا) پورې ورسیږي او خلکو او د هیواد لپاره د خدمت جوګه شي.

ښاغلي عظیمي د علمي بنسټونو پرمختګ او پیاوړي کول يې په څېړنو پورې وتړل، د کابل پوهنتون له ټولو استادانو، څېړونکو او محصلینو څخه یې وغوښتل، چې په څېړنو باندې تمرکز وکړي او ځان د څېړنو له کلتور سره برابر، تر څو د لوړو زده کړو او پوهنتونونو هویت را ژوندی کړي. د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال د فارغینو د فراغت مبارکي یې هغوی، درنو کورنیو او اړوندو استادانو ته ورکړه، د ټولو همکارو ادارو له هر اړخیز ملاتړ، همکاري او مرستې څخه یې مننه او ستاینه وکړه.

وروسته د کابل پوهنتون د ارواه پوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي رییس ښاغلي پوهنوال ستارالدین صدیقي د برنامې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، د ټولنیز کار ډیپارټمنټ د ارواه پوهنې او ټولنیزو علومو پوهنځي په چوکاټ کې د ټولنې او د کار بازار د اړتیا د ارزونې پر بنسټ جوړ شوی دی.

ښاغلي صدیقي د دې رشتې د جوړولو  موخه د ټولنیزو خدمتونو وړاندې کول او د ټولنیزو زیانونو درک کول وښودل او د کار ساحه یې د ټولنې ټول قشرونه په ځانګړي توګه کوچنیان او نوي ځوانان یاد کړل. د ارواه پوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي رییس د ټولنیز کار ډيپارټمنټ ته یې د محصلینو فراغت مبارک ورکړه او له یاد ډیپارټمنټ سره یې د ملي او نړۍ والو ادارو له مرستې او ملاتړ څخه مننه وکړه.

پدې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت اجتماعی مرستیال ښاغلي غلام حیدر جیلاني، د War Child Canada دفتر استازي او د Save The Children دفتر ښاغلي مسوول د خپلو ادارو د کارونو او فعالیتون د یادونې ترڅنګ یې د کابل پوهنتون د ارواه پوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي د ټولنیز کار ډیپارټمنټ څخه فارغ شوو محصلینو ته مبارکي ورکړه او هغوی یې هیواد ته د خدمت کولو لپاره وهڅول.

په پای کې فارغ شوو محصلینو خپل بري لیکونه د کابل پوهنتون رهبري هئیت، د ارواه پوهنې او روزنیزو علومو پوهنځي او نورو میلمنو څخه تر لاسه کړل.