په کابل پوهنتون کې د « بې پولې فزیک» دویم سمینار جوړ شو

د کابل پوهنتون او فزیک پوهنځی ویاړ لري، چې د «بې پولې فزیک» دویم نړۍ وال سمینار د روان ۱۳۹۸ کال د غوايي/ ثور میاشتې په لومړی نېټه د کابل پوهنتون علمي مرستیال او سرپرست ښاغلي پوهنمل دکتور محمد نعیم عظیمي، د فزیک پوهنځي رییس ښاغلي پوهاند زلمي احمدزي، د «بې پولې فزیک» د برنامې عمومي کورډیناټورې اغلې میرمن Kata Shawa، د پوهنځيو ښاغلو رییسانو، یو شمېر کورنيو او بهرنیو څېړونکو، د کابل پوهنتون استادانو او محصلینو په ګډون د دې علمي بنسټ په مرکزي ايډیټوریم کې جوړ شو.

دا سمینار، چې د لوړې انرژۍ فزیک د بنیادي مفهومونو د پېژندنې او د فزیک د لومړینو مفاهیمونو د مختلفو اړخونو څخه د ګډون کوونکو د پېژندنې په موخه جوړ شوی وو، په پیل کې د فزیک پوهنځي رییس ښاغلي پوهاند زلمي احمدزي د دې برنامې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د فزیک پوهنځي په برنامو او فعالیتونو یې خبرې وکړې او د دې برنامې د جوړېدو په موخه یې د کابل پوهنتون او همکارو بنسټونو له هر اړخیزې همکاري څخه مننه وکړه.

وروسته د کابل پوهنتون علمي مرستیال او سرپرست ښاغلي پوهنمل دکتور محمد نعیم عظیمي د دې برنامې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ یې د فزیک پوهنځي له رهبري، استادانو او همکارو بنسټونو څخه د دې سمینار د جوړولو په موخه مننه او ستاینه وکړه. د کابل پوهنتون علمي مرستیال د دې ډول علمي او څېړنیزو برنامو جوړول د محصلینو او استادانو د ظرفیت په لوړولو کې مهمې یادې کړې او هغه یې د کابل پوهنتون او علمي بنسټونو یو له مهمو مسولیتونو څخه یادې کړې.

ښاغلي عظیمي زیاته کړه، د کابل پوهنتون رهبري تل د دې علمي بنسټ په کچه د کیفي وضعیت د بدلون په هڅه کې ده او غواړي، چې د پوهنتون هویت د خپلو علمي او څېړنیزو فعالیتونو دترسره کولو له لارې راژوندۍ کړي. په همدې حال ښاغلي عظیمي په ټولنه کې د پوهنتون په دندې او رول خبرې وکړې او ویې ویل، علمي بنسټونه باید د علمي او ټولنېزو مسایلو اړوند خپل مسولیت ترسره کړي، چې کابل پوهنتون د هیواد د تاريخي بنسټ په توګه دا ډول مسایل تر خپل پوښښ لاندې نیولي دي. 

په پای کې د کابل پوهنتون علمي مرستیال د دې برنامې له جوړونکو او نړۍوالو همکارانو څخه د دې برنامې د جوړېدو په موخه مننه وکړه، له نورو پوهنځيو څخه يې هم د ورته برنامو د جوړېدو په برخه کې د هڅې غوښتنه وکړه.

پدې برنامه کې د «بې پولې فزیک» د عمومي برنامې کوارډیناټورې اغلې مېرمن Kata Shawa، د فزیک پوهنځي استاد او په CERN او ICTP کې افغانستان استازي ښاغلي پوهنیار بکتاش امیني او یو شمېر نورو پوهانو او څېړونکو هم د سمینار په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې، هیله یې وښوده، چې ګډون کوونکي وکولای شي له دې برنامې همیشنۍ ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده، چې دا نړۍ وال علمي سمینار د «بې پولې فزیک» تر عنوان لاندې په مرکزي ایډیټوریم کې پرانیستل شو او تر پرانیستې وروسته به د څلورو ورځو لپاره به د فزیک پوهنځي ادامه ولري.