د افغانستان د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو اتحادیه جوړیږي.

د کابل پوهنتون په نوښت د هیواد د علمي بنسټونو د مسولینو سره په ناسته کې، چې د دې پوهنتون د علمي شورا په تالار کې د روان ۱۳۹۸ د وري میاشتې په ۲۸ نېټه جوړه شوې وه، د هیواد په کچه د دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د اتحادیې د جوړولو خبر ورکړ.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، چې په هیواد کې د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د اتحادیې د جوړولو له اصلي ملاتړ کوونکو څخه دی، د دې اتحادیې د جوړولو موخه د پوهنتونونو د اړتیاوو د له منځه وړلو په برخه کې د فعالیتونو او فرصتونو منسجم کولو په توګه یاده کړه او پدې وخت کې یې جوړول د ټولنې او هیواد د ډیموکراتیک نظام د اساسي اړتیاوو څخه یاد کړل.

ښاغلي فاروقي وویل، چې په پوهنتونونو کې د کمي او کیفي بدلونونو د راوستو لپاره هڅه کوي او د دې ادارې جوړول د دې سبب کیږي، چې د پوهنتوني موخو د پلي کولو لپاره چټک او اغېزمن ګامونه پورته کړو. نوموړي د دې اتحادیې جوړولو اصلي انګېزه د علمي او پوهنتوني موخو ته رسېدل وښودل، د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو له رییسانو او علمي مرستیالانو څخه یې وغوښتل، چې پدې برخه کې عملي او چټک ګامونه پورته کړي تر څو د هیواد په اکاډمیکو بنسټونو کې په کمي او کیفي برخو کې ګټور او اغېزمن بدلونونه تر سترګو شي.

پدې ناسته کې د کابل پوهنتون مرستیالانو او د هیواد د زیات شمېر دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو رییسانو او مرستیالانو هم شتون درلود. د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد رضا فرزام د اتحادیې اساسنامه ولوستله او د ناستې د حاضرینو نظرونه او وړاندیزونه واورېدل شول.

په  هیواد کې د دولتي لوړو زده کړو بنسټونو رییسانو او مرستیالانو په هیواد کې د پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د اتحادیې د جوړولو په برخه کې د کابل پوهنتون له طرحې څخه استقبال وکړ او پدې برخه کې یې د کابل پوهنتون له ریاست څخه مننه او ستاینه وکړه. د ناستې ګډونوالو د اساسنامې موضوعاتو باندې خبرې او بحث وکړ او د وروسته والي په موخه یې تکمیلي او علمي نظریات شریک کړل.

په پای کې د دې اساسنامې د وروسته والي په موخه یې د ناستو د غړو له لوري وړاندې شوي نظریات او وړاندریزونه واخیستل شول او د اساسنامې په مسوده کې لازم تعدیلات راوستل او په پرنسیپ کې د ناستې د غړو د منلو او تائید وړ وګرځېده او پدې پرېکړه وشوه، چې د یادو پوهنتونونو د رهبري هئیت او نور پوهنتونونه، چې ناسته کې یې شتون نه درلود د تکمیلي او تائیدي نظریاتو تر لنډ مهاله لس ورځیني دوران وروسته، د اساسنامې مسوده د مرحلو تر تېرولو وروسته مسوولې مرجع ته د وروسته والي په موخه واستول شي. په اساسنامې کې د ذکر شوو مندرجاتو او د حاضرو غړو د تصویب پر بنسټ د اتحادیې مرکزي دفتر به د کابل پوهنتون کې وي.

همدارنګه د دې ناستې په پای کې د کابل پوهنتون له لوري د ولایتونو پوهنتونونو رییسانو او علمي مرستیالانو او د سولې او کړکېچ حل علمي بحث ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو او  یو شمېر  هغو کارکوونکو ته، چې د دې بحث په  جوړوونه کې یې زیات زحمت ګاللی او هر اړخیزه همکاري یې کړې وه،  ستاینلیکونه ورکړل شول.