د کابل پوهنتون له لوري د افغاني سیمه ییزو خوړو نندارتون جوړ شو

 

له سیمه ییزو خوړو سره د هیوادوالو د زیاتې پېژندنې په موخه د افغاني خوړو لومړی نندارتون د روان ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په ۲۸ نېټه د کابل پوهنتون د محصلینو چارو مرستیالي او د محصلینو د اتحادیې په نوښت د دې پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د ترکي ډيپارټمنټ د یونس امره په تفریحي پارک کې جوړ شو.

د دې نندارتون په پرانیستېه کې د نشه یي توکو سره د مبارزې وزیرې اغلې پوهاندې سلامت عظیمي او د کابل پوهنتون استادې، د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې رییس ښاغلي دکتور فرامرز تمنا، د لوړو زده کړو ادارو ښاغلو رییسانو، د سولې د عالي شورا د اجرائیوي هئیت غړي ښاغلي محمد اسماعیل قاسمیار، د کابل پوهنتون ښاغلو مرستیالانو، د هیواد د پوهنتونونو رییسانو او علمي مرستیالانو، د کابل پوهنتون د پوهنځیو ښاغلو رییسانو، استادانو، کارمندانو او محصلینو په ګډون د ادبیاتو پوهنځي په ترکي ديپارټمنټ کې جوړ شوی وو.

پدې محفل کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي په دې نندارتون کې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د داسې برنامو جوړول د کلتورونو او مدنیت په لېږد او بنستیزه کولو کې مهم وبالل او هغه یې د هیواد د علمي او پوهنتوني بنسټونو د کلتوري مسوولیتونو له اجزاوو څخه یاد کړل.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه، د کابل پوهنتون مسوولان تل پدې هڅه کې دي، چې خپل تحصیلي خدمتونه، علمي څېړنې او کلتوري مسوولیتونه د خپل هیواد او ملت لپاره تر سره کړي، په دې توګه دې پایلې ته ورسېدل، چې د خپلو برنامو د جوړولو په لړ کې د لومړي ځل لپاره د هیواد د مختلفو برخو د خوړو نندارتون هم جوړ کړي. نوموړي د محصلینو چارو له مرستیالي، د محصلینو د اتحادیې رییس او غړو او ټولو همکارانو څخه، چې دا کلتوري با ارزښته نندارتون جوړ کړی وو مننه وکړه.

د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو چارو رییس ښاغلي پوهندوی دکتور سیدنجم الدین جلال هم د دې نندارتون د اهمیت په هکله خبرې وکړې او د دې نوښت په هکله یې د کابل پوهنتون څخه ستاینه وکړه.

همدارنګه د محصلینو چارو مرستیالې اغلې پوهنوالې دکتورې تفسیرې هاشمي او د محصلان اتحادیې رییس ښاغلي احمد جاوېد فاروس د دې نندارتون د جوړولو د موخې په هکله خبرې وکړې او محصلینو ته یې د دې نندارتون معرفي او د اصیل افغاني کلتور د  دودولو او غورې پراختیا په موخه یې خواړه مهم او اغزمن یاد کړل.

د یادونې وړ ده، چې دا نندارتون د یوې ورځې لپاره د ګډون کوونکو له لوري پرانیستل شو، د هیواد د مختلفو سیمه ییزو خواړو د لیدنې تر څنګ یې هغه د زیاتې اشنايي او دودولو په برخه کې مهم یاد کړل. یاد نندارتون د افغاني خوړو په خوړول سره پای ته ورسېده. د یادونې وړ ده، زیات خواړه د کابل پوهنتون د محصلینو له لوري، چې د هیواد په ګوټ- ګوټ څخه پدې باعزته بنسټ کې په زده کړه بوخت دي، تیارې شوې او نندارې ته وړاندې شول.

همدارنګه یاد نندارتون په یوې صمیمانه فضاء او د زیاتو محصلینو په ګډون د سیمه ییزې موسیقي په بدرګه د کابل پوهنتون د محصلینو په نوښت جوړه شوی وو.