د کابل، پکتیا، غزني پوهنتونونو او زابل لوړو زده کړو موسسې تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د هیواد د علمي بنسټونو تر منځ د همکاریو او اړیکو د تحکیم په موخه او طرفینو له تجربو او ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه د روان ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په ۲۸ نېټه د کابل پوهنتون، پکتیا، غزني پوهنتونونو او د زابل لوړو زده کړو موسسې تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. په یاد هوکړه لیک کې د دې بنسټونو د همکاریو او مسوولیتونو جزیات ذکر شوي دي او هر بنسټ به د هوکړې موادو په لازمي ډول اجرا کوي.

دا هوکړه لیک د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي او د پکتیا، غزني پوهنتونونو او د زابل لوړو زده کړو موسسې د رییسانو تر منځ لاسلیک شو.

د یادو بنسټونو مسوولینو او رهبري د دې هوکړې په لاسلیک خوښي وښوده او د پکتیا، غزني او زابل علمي بنسټونو رییسانو، د کابل پوهنتون د هیواد د پخواني علمي بنست په توګه یاد او د ګډو علمي- څېړنیزو کارونو او اړیکو د پیاوړي کولو په موخه یې له هر اړخیز ملاتړ څخه مننه وکړه.

د هوکړه لیک پدې مراسمو کې د کابل پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهنمل دکتور محمد نعیم عظیمي او په دې هوکړه لیک کې د شاملو پوهنتونونو یو شمېر علمي مرستیالانو او د کابل پوهنتون کارمندانو هم شتون درلود.