د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر په افغانستان کې د هالنډ شاهي هیواد له سفیر سره ولیدل

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي د روان ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په ۲۸ نېټه تر غرمې وروسته په هیواد کې د هالنډ شاهي هیواد له سفیر ښاغلي ارنسټ نورمان سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

پدې لیدنه کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د دې پوهنتون د برنامو او کړنو په هکله د هالنډ شاهي هیواد سفیر ته معلومات ورکړل او دواړو لورو د دوه اړخیزو علمي – څېړنیزو ګډو همکاريو د زمینې برابرولو او د هالنډ هیواد د علمي بنسټونو او کابل پوهنتون تر منځ  د اړیکو د پیاوړي کولو په موخه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د هالنډ هیواد سفیر په کمي او کیفي برخو کې د کابل پوهنتون فعالیتونه مهم وبلل، د کابل پوهنتون او هالنډ هیواد ترمنځ یې د هوکړې غوښتنه وکړه. همدارنګه نوموړي د لوړو زده کړو په ځینو نورو برخو په ځانګړي توګه د اوبو د مدیریت په برخه کې خبرې وکړې او دواړو لورو په متقابلو همکاریو تاکید وکړ.

پدې لیدنه کې په افغانستان کې د هالنډ سفارت لوی مشاور ښاغلي عبدالسبوح فیضي او د کابل پوهنتون یو شمېر کارمندانو هم شتون درلود.