د یوې ټولنې ویاړ، لوړوالی او پراختیا او له وروسته پاتي والي څخه د وتو یواځینی لاره په تلپاتې سولې پورې تړلې ده

دا مطلب د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي دکتور پوهنمل محمد نعیم عظیمي د سولې او کړکېچ حل علمي بحث د مراسمو په دوهمه ورځ د روان ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په ۲۷ نېټه د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د کابل پوهنتون پخواني رییس مولوي پیر محمد روحاني، د مرکز او ولایتونو د پوهنتونونو ښاغلو رییسانو او علمي مرستیالانو، د کابل پوهنتون ښاغلو مرستیالانو، د پوهنځیو ښاغلو رییسانو، استادانو، د جمهوري ریاست د چارو ادارې استازو، د سولې عالي شورا استازو، یو شمېر علمي او کلتوري شخصیتونو، د پوهنتون کارمندانو او محصلینو په ګډون پدې علمي بنسټ کې جوړ شوی وو، بیان کړ.

د یادې برنامې په پای کې د دویمې ورځې تر غرمې وروسته ۲ بجې د سولې او کړکېچ حل علمي بحث چې د کابل پوهنتون په مرکزي ایډیتوریم کې جوړ شوی وو، په اووه ۷ ګونو پنلونو کې د موضوع اړوند د لوستل شوو مقالو په نتیجه کې، د کابل پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دکتور محمد نعیم عظیمي د دې علمي- کلتوري بحث د جوړېدو په انګېزه او په هیواد کې د سولې په اهمیت خبرې وکړې او د یوې تولنې او ملت پرمختګ یې په تلپاتې او دوامداره سولې پورې تړلای وښوده. نوموړي وویل، چې تر ۴۰ کالو زیاته موده کیږي، چې زمونږ هیواد د جګړې په اور کې سوځي. ورځ تر بلې د دې ناغوښتل شوې او پر افغان ملت تپل شوې جګړې لمبې د تیارو او ظلمت د اور له ځایه سر پورته کوي او د دې هیواد له بې ګناه وګړو څخه ژوند اخلي. ښاغلي عظیمي د سولې پروسې په هکله له تازه هیلو څخه یادونه وکړه او ویې ویل، وروسته له زیاتو کلونو د لومړي ځل لپاره د تلپاتې سولې لپاره یوه هیله پیدا شوې او باید له هغه څخه د یوې سیاسي موقع په توګه د هیواد د ارامي او ځان بسیايينې په توګه ګټه پورته شي. په دې توګه د کابل پوهنتون د خپلو دندو او مسوولیتونو تر څنګ دا موقع غوره شمېرلې او تصمیم یې نیولای، چې دا ځلې د تئوریکي او اجرائیوي نقد له لارې د سولې اواز د هیواد د اکاډمیکو او پوهانو له ستوني د دې پوهنتون په کوربه توب پورته شي.

د کابل پوهنتون د علمي چارو مرستیال زیاته کړه دا علمي بنسټ د هیواد د قدیمیترین علمي بنسټ په توګه دا خپله ملي وجیبه ګڼي تر څو د خپلو دندو او تدریسي مسولیتونو او تحصیلي خدمتونو د وړاندې کولو تر څنګ په ملي برنامو کې هم ګډون وکړي او په هغه برخه کې خپل مسولیت تر سره کړي.

ښاغلي عظیمي پوهانو او څېړونکو په پنلونو کې د علمي مقالو د لوستلو د راپورونو پایلې د وړاندې کولو تر څنګ له هغو ټولو څخه، چې پدې علمي بحث کې خپل هر اړخیز او ګټور نظریات شریک کړي، همدارنګه د دې برنامې له ټولو همکارانو او ملاتړ کوونکو څخه مننه او ستاینه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د دې علمي بحث تر غرمې مخکې د برنامې ګډون کوونکو او میلمنو په اوو ۷ جلا پنلونو کې له هغې ډلې څخه سوله او جنسیتي برابري، سوله او اقتصاد، سوله او هنر، سوله او مدني ټولنه، سوله او ټاکنې، سوله او ډموکراسي او سوله حکومتوالي پنلونو، چې د ټولنیزو علومو او ښکلو هنرونو پوهنځيو په تالارونو کې جوړ شوي وو، ګډون وکړ او په پنلونو کې په شاملو موضوعاتو باندې بحث وکړ.

په یادو پنلونو کې ګډون کوونکو خپلې پوښتنې او وړاندیزونه د پنل له غړو سره شریک او د پنل د رییس او نورو غړو له لوري یې خپل ځوابونه تر لاسه کړل.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د اندونیزیا هیواد د سفیر ښاغلي عارف رحمان په ملتیا په ټولو اووه ۷ ګونو پنلونو کې ګډون وکړ، په پنل کې د ټولو ګډونوالو له فعاله ګډون څخه د مننې تر څنګ د پنلونو د رییسانو او غړو له لوري وړاندې شوي نظرونه او بحثونه یې د ارزښت وړ وبلل. ښاغلي فاروقي په پنلونو کې بحث شوي موضوعات په هیواد کې د سولې لپاره اغېزمن او ګټور یاد کړل، د دې علمي بحث د ټولو ګډون کوونکو نظرونه به د لارې د نقشې او کړنلارې په توګه له حکومتي مسوولینو او نورو سکتوري ادارو او د سولې پروسې له همکارانو سره شریکوي.

له بل لوري د اندونیزیا هیواد ښاغلي سفیر له لوري په پنلونو کې په شاملو موضوعاتو بحث مهم وباله او د دولت رهبري او د دې علمي بحث ګډون کوونکو نظریات یې د افغان سولې د تامین لپاره مهم یاد کړل او د کابل پوهنتون له ریاست څخه د دې مهمې برنامې د جوړولو او د دوستانو له دعوت څخه یې مننه او قدرداني وکړه.

په پای کې د دې دوه ورځيني د سولې او کړکېچ حل علمي- کلتوري بحث د پنل غړو، د مقالو لوستونکو، د کلتوري شورا غړو، د محصلینو د اتحادیې غړو، د پوهنتون امنیتي مسوولینو او د دې برنامې نورو همکارانو ته د سولې تندیس او ستاینلیکونو په ورکړې سره پای ته ورسېد.