د کابل پوهنتون له لوري د سولې او کړکېچ حل علمي کنفرانس جوړ شو

د سولې او کړکېچ حل علمي بحث د کابل پوهنتون له لوري د افغانستان د اسلامي جمهوريت د چارو د ادارې د لوی ریاست په همکاري او ملاتړ د کابل پوهنتون په مرکزي اډیټوریم کې جوړ شو. دا دوه ورځینۍ کنفرانس د اکاډمیکو خبرو او بحثونو له لارې د سولې د لارې مشخص کول او پیدا کولو په موخه په رسمي ډول د روان ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په ۲۶ نېټه د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د نشه يي توکو سره د مبارزې وزېرې اغلې پوهاند سلامت عظیمي، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس ښاغلي سید عبدالوحید قتالي، د لوړو زده وزارت علمي مرستیال او سرپرست ښاغلي پوهنمل انجنیر عبدالتواب بالاکرزي، د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو چارو مرستیال ښاغلي پوهاند بري صدیقي، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي دکتور احمد سیر مهجور، د یو شمېر سکتوري ادارو مرستیالانو، په کابل کې د تاجکستان سفیر، د کابل پوهنتون مرستیالانو، د کابل پوهنتون مخکینيو رییسانو، د سولې عالي شورا سلاکارانو او غړو، د ټولو ولایتونو د دولتي پوهنتونونو رییسانو او علمي مرستیالانو، د پوهنځيو رییسانو، د علومو اکاډمي څېړونکو، د کابل پوهنتون استادانو، کارمندانو او محصلینو په ګډون جوړ شو.

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي د دې علمي- کلتوري کنفرانس ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ په تېر کال کې د کابل پوهنتون تر سره شوو کارونو ته په اشاره وویل، دا علمي بنسټ ویاړ لري، چې د خپلو علمي- څېړنیزو دندو او مسوولیتونو سره د نورو بنسټونو په همکاري ملي مسائل او فعالیتونه تر سره کوي او د هیواد او هیوادوالو په وړاندې خپله ملي او اکاډمیکه وجیبه تر سره کوي.

د ښاغلي فاروقي په وینا کابل پوهنتون د هیواد د لوی علمي بنسټ په توګه پدې باور ده، چې پوهان په ګرمه فضاء کې په صمیمانه توګه ګډون کوي او کولای شي هغه څه، چې د جګړې د پای او د تل پاتې سولې او امنیت په راوستو کې زمونږ د ګډو فرصتونو او یا دردونو کې شتون لري، علمي او با ارزښته بحث ته مو وړاندې کړي او د دې فکرونو د پیدا کېدو مرکز د برنامو، علمي او بومي کارونو نتیجو او علمي څېړنو په رڼا کې د هیواد سیاسیونو او حکومتي مشرانو ته وړاندې کړي.

ښاغلي فاروقي د سولې له امیدواریو څخه هم یادونه وکړه، اوس تر هر وخت څخه په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره هیلې زیاتې شوي دي، زمونږ د هیواد وګړي له یو برخلیک ټاکوونکي تصمیم سره مخ دي او پدې برخه کې د روڼ اندو، پېژندل شوو څېرو، پوهانو او سیاسیونو رول اغېزمن او تاریخي دی.

پدې توګه ښاغلي فاروقي د سولې کلتور او په ټولنه کې د ارامه ژوند کول د سولې د پلي کېدو او ورته رسېدو په برخه کې مهم یاد کړ او د سولې کلتور یې د ژوند د ارزښتونو، لیدلورو، چلند او رویې د یوې ټولګې په توګه یاد کړ، چې تاوتريخوالی نفي، له کړکېچ څخه مخنیوی او هڅه کوي، چې د نښتو (جګړو) ريښې وپېژني او د وګړو، ډلو او ملتونو تر منځ د بحثونو او خبرو له لارې ورته حل پیدا کړي. د دې تر څنګ نوموړي د سولې کلتور انساني کرامت ته درناوی، د بشر حقونو رعایت، د انسانانو مشروع ازادي ته پابند، له نفرت څخه مخنیوی، تاوتریخوالی، جګړه او د کړکېچ حل د نه تاوتریخوالي لکه پخلاینه، منځګړيتوب او سولې باندې ولاړو لارو څخه یاد کړ.

ښاغلي فاروقي ښه حکومتوالي د خلکو په ګډون، برابري، ځواب ویونکي چارواکي، د قانون حاکمیت، اغېزمنتیا او روڼتیاوو د ځانګړنو درلودلو په درلودو سره یې د سولې سره لازم او ملزوم یاد کړ. بغیر له ښې حکومتوالي څخه نشو کولای په یوه هیواد کې د تلپاتې سولې هیله ولرو او په هیواد کې د ټولنیزې ارامتیا او ښه ژوند څخه بغیر د اوږدې مودې لپاره په هغه ځای کې سوله تامین کړو.

نوموړي د اهمیت وړ دې علمي ناستې او کنفرانس د جوړولو په برخه کې د علمي او اکاډمیک لیدلوري د ترتیب او یووالي په برخه کې د کابل پوهنتون لیدلوری د مصالحې د برخې له سیاسیونو او مشرانو سره شریکوي او هغه یې د خپل ملي او علمي مسوولیت په توګه یاد کړ. په پای کې د کابل پوهنتون رییس د ریاست جمهوري د چارو ادارې د لوی ریاست له همیشنیو همکاریو، د سولې عالي شورا له محترم ریاست، مدني بنسټونو، د پوهنتونونو له رییسانو او علمي مرستیالانو څخه مننه وکړه او همدارنګه یې د کلتوري شورا له رییس او غړو، د محصلانو د اتحادیې له رییس او غړو، د پوهنتون امنیتي مسولینو، د دې پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو څخه مننه او قدردانی وکړ.

وروسته د موضوع په هکله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر پیام د ولسمشر د ستر سلاکار ښاغلي پوهاند دکتور لعل پاچا ازمون له لوري ولوستل شو. پدې  پیام کې یې سوله د ملت او ټولنې د جدي اړتیاوو څخه یاده شوې وه او په هیواد کې یې په تل پاتې سولې تاکید درلود. همدارنګه په پیام کې یې د کابل پوهنتون له ریاست او نورو همکارو ادارو څخه د دې علمي کنفرانس په جوړولو کې مننه کړې، په علمي بحث کې د څېړونکو، پوهانو او حاضرینو څخه یې د زیاتې څېړنې او بررسي غوښتنه کړې وه.

له دې سره هم مهاله د نشه يي توکو سره د مبارزې وزیرې اغلې پوهاندې سلامت عظیمي، د سولې د عالي شورا غړي ښاغلي قانونپال محمد اسماعیل قاسمیار، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست ښاغلي پوهنمل انجنیر عبدالتواب بالاکرزي، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رییس سید عبدالوحید قتالي، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال او د کابل پوهنتون استاد ښاغلي دکتور احمد سیر مهجور، د سولې عالي شورا د دارلانشاء ارشد سلاکار ښاغلي محمد عثمان طارق، د ښځو د حقونو فعالې میرمن یلدا رویان او د کابل پوهنتون د محصلینو د اتحادیې رییس ښاغلي احمد جاوید فاروس هم د سولې په مختلفو اړخونو او ګټو خبرې وکړې او سوله یې زمونږ د ټولنې او هیواد لپاره د جدي اړتیاوو څخه یاده کړه. هغوی د دې تر څنګ، چې سوله یې د هیواد د پرمختګ او پراختیا له عواملو څخه یاده کړه، د کابل پوهنتون له ریاست څخه یې د دې علمي- کلتوري بحث د جوړولو په هکله مننه وکړه او دا یې د تلپاتې سولې لپاره مهم وباله.

په دوهمه برخه کې د لومړی ورځې تر غرمې وروسته له اجنډا سره سم استادانو او څېړونکو «د سولې کلتور»، «په سوله کې د ښوونیزو بنسټونو رول»، « په افغان سوله کې د ښوونې او روزنې رول»، «د تلپاتې سولې د خبرو اترو کړنلاره»، « سوله د اسلام له نظره»، « په هیواد کې د سولې اهمیت»، د سولې په پروسه کې د ښځو رول» او «د ایمانوئل کانټ د تلپاتې سولې د نظریو پر بنسټ، په افغانستان کې د کړکېچ حل او د سولې تحکیم نظریه»  موضوع ګانو اړوند خپلې علمي څېړنیزې مقالې د ژوري هئیت تر نظر لاندې ولوستلې. د ژوري محترم هیئت د لوستل شوو مقالو ټولییزه پایله د برنامې له ګډونوالو سره شریکه کړه او د مقالو اړونده موضوعات یې اغېزمن او ګټور و ارزول.

د یادونې وړ ده، چې د برنامې په لومړی ورځ ( د برنامې پرانیسته) د محفل ویناوالو ته د پوهنتون له لوري د پوهنتون یو نښان (لوګو)، چې د سولې په نښان ښکلې شوې وه ورکړل شوه او په دوهمه ورځ د ټولنیزو علومو او ښکلو هنرونو پوهنځیو کې اووه (۷) پنله جوړیږي او په هغه کې به د سولې اړوند مختلفو موضوعاتو بحث وشي، چې ان شاء الله د ناستې په پای کې به یې پایله له دې لارې د پوهنتون د موضوعاتو له مینه والو او ګران ملت سره شریکه شي.