د مهرګان فیلم څلورم نړۍ وال فیسټیوال پای ته ورسېده

د مهرګان فیلم څلورم نړۍ وال فیسټیوال تېره اوونۍ د هیواد د اجرائیه رییس ښاغلي ډاکټر عبدالله عبد الله په حضور کې پرانیستل شو، چې د روان ۱۳۹۷ کال د مرغومې میاشتې په ۱۰ نېټه د دوشنبې په ورځ د یو لړ رسمي مراسمو په تر سره کولو سره د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، د کابل پوهنتون د یو شمېر پوهنځیو رییسانو، فرهنګیانو، هنرمندانو، استادانو او زده کړیالانو په ګډون، د کابل پوهنتون د ښکلي هنرونو پوهنځي په تالار کې پای ته ورسېده. یاد فیسټیوال د پنځو ورځو لپاره جوړ شوی وو، چې پدې کې ۲۴ لنډ کورني (داخلي) فلمونه، ۲۳ لنډ بهرني فیلمونه او یو ځانګړی فیلم نندارې ته وړاندې شو. پدې فیسټیوال کې یواځې لنډ کورني فلمونه د سیالي لپاره وړاندې شوي وو او ګټونکو خپلې جایزې تر لاسه کړې.

د دې مراسمو په پیل د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي  په افغانستان کې د مهرګان فیلم فیسټیوال یو مهم او غوره کار یاد کړ او زیاته یې کړه، چې په هیواد کې دا فیسټیوال یو د زیاتو مخاطبینو یا لیدونکو په فیسټیوال بدل شوی دی. د کابل پوهنتون رییس زیاته کړه، بهزاد، میمنګي، برښنا، نګاه او ... دا زمونږ د هیواد د هنر او ادب د روزګار د اسمان روښانه ستوري وو او د دې نړۍ په هره برخه کې یې نومونه زمزمه کېدل. د وروستیو لسیزو راغلي وضعیت زمونږ د هنرمندانو موخې او لوړ هدفونو ته رسېدل له ستونزو مخ کړل؛ خو سره لدې د دې هیواد نوښتګرو، خلاق او هدفمندو انسانانو زیات هڅې او کار د دې سبب شو، چې دا هیواد او لوی ملت د تاریخ له څرخ څخه د هنر او فرهنګ په برخه کې لرې پرېنږدي او د دوی تل پاتې، ښکلي او د ستاینې وړ اثار د نن او پرون  تر منځ یې پیوند ټینګ کړی دی.

ښاغلي فاروقي د کابل پوهنتون د زده کړیالانو د فیسټیوالونو د فیلمونو ظهور په ځانګړي توګه د مهرګان نړۍ وال فیلم فیسټیوال یې د اهمیت او غور وړ وباله او ویې ویل، دا فیسټیوالونه مو، نوښتګرو نویو فیلم جوړوونکو کې د روحیې ایجاد او علاقې سبب کیږي او زمونږ لید د ښکلا پژندنې ستاینې او دود ته اړوي او راتلونکي ته مو هیله پیدا کوي. بې له شکه دا ستاینه که هر څومره کمه او ناچیزه ده ولې کولای شي، د دې هیواد د انساني فرهنګ په برخه کې زمونږ د فلم جوړوونکو په رسالتمندي او تعهد باندې اغېز من واقع شي.

ښاغلي فاروقي د دې برنامې د جوړوونکو او په دې فیسټيوال کې د شاملو فیلم جوړوونکو ته د مبارکي تر څنګ یې هغو ټولو کسانو ته، چې د هغوی په مرسته او هڅو د دې لوی هنري او فرهنګي کار د رامنځته کېدو او جوړېدو سبب شو، خپل د زړه له کومې درناوی څرګند کړ او هیله یې وکړه، چې د دې لوی او عظیم هنري کار په ساتنه کې د دې فیسټیوال جوړوونکو تل هڅې او کوښښ کړی دی او دا تاریخي کار لکه د نورو هنري کارونو په څېر په نیمه لاره کې به پاتې نشي.

په پای کې د کابل پوهنتون رییس د کابل پوهنتون له ادرس د دې پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي د سینما ډيپارټمنټ او د هنر او سینمايي علومو اکاډمي ته، چې تل یې د سینمايي فیسټیوالونو او د هیواد نورو فرهنګي برنامو په جوړولو کې مهم رول تر سره کړی دی، ترې مننه او ستاینه وکړه.

د دې برنامې په لړ کې د مهرګان فیلم د فیسټیوال مسوول ښآغلي علي محمدي کیان او صحرا کریمي د دې فیسټیوال د ژوري هئیت غړو په خپل وار سره د دې فیسټیوال د جوړولو په څرنګوالي او د دې فیسټیوال د ګټونکو په انتخاب خبرې وکړې او یاده برنامه ګټونکو ته د جایزو په ورکړې سره پایته ورسېده.