د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د «UNHCR» محترم بنسټ د حقوقي ملاتړ له ارشد افسر سره وکتل

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د روان ۱۳۹۷ کال د مرغومي په ۹ نېټه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمیساري ادارې د حقوقي ملاتړ(UNHCR) له لوی (ارشد) افسر ښاغلي جیفري سواګ سره د خپل کار په دفتر کې وکتل. د کابل پوهنتون رییس د (UNHCR) محترم بنسټ د حقوقي ملاتړ د برخې لوی (ارشد) افسر او راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د دې پوهنتون د علمي پراختیاوي برنامو په هکله یې هغوی ته هر اړخیز معلومات ورکړل.

پدې حال کې (UNHCR) د حقوقي ملاتړ د محترم بنسټ لوی افسر ښاغلي جیفري سواګ په کابل پوهنتون کې په خپل شتون خوښي وښوده او د (UNHCR) په برنامو خبرې او له کابل پوهنتون سره یې د همکاریو او مرستو وعده وکړه. نوموړي زیاته کړه، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیساري اداره تیاره ده، چې د لیسانس دورې د ورځې او شپې هغو زده کړیالانو ته، چې د کانکور د ازموینې له لارې دې پوهنتون (کابل پوهنتون) ته بریالي شوي دي او کورنۍ یې له افغانستان نه بیرون په نورو هیوادونو کې کډوال دي او یا هم بېر ته راستانه شوي دي، هر اړخیزه همکاري او مالي مرستې وکړي.

د کابل پوهنتو رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د هغې ادارې له همکاریو څخه، چې له هغو زده کړیالانو سره، چې د کډوالي او هیواد ته د بېرته رایستنېدو پر مهال له ستونزو سره مخ او له نورو اقتصادي ستوزو څخه زورېدل یادونه وکړه او زمونږ د هیواد افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو او د کابل يوهنتو زده کړیالانو سره د دې «UNHCR» محترم ادارې د تېرو مرستو څخه مننه وکړه. البته دا د افغانستان په تحصیلي بنسټونو او د پوهنتونونو په کچه او هیواد ته د کډوالو او بېرته راستنېدونکو باندې د فشار کمولو په برخه کې د خپل ډول د مرستې لومړی برنامه ده.

د یادونې ده، چې پدې لیدنه کې د کابل پوهنتون د زده کړیالانو چارو مرستیاله پوهنواله دکتوره تفسیره هاشمي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیساري (UNHCR) محترمې ادارې څو تنه کارکوونکو هم شتون درلود.

د دې برنامې د اجراء کولو او په دې پروسه کې د روڼوالي او عدالت د تامین په موخه د (UNHCR) د محترم بنسټ مسوولین او د کابل پوهنتون د زده کړیالانو چارو مرستیاله د مستحقو او واجد شرایطو زده کړیالانو د پېژندنې او د دواړو بنسټونو د قوانینو د احکامو او اصولو په رڼا کې  د ګډو کارونو د ترسره کولو په موخه یو هر اړخیز هوکړه لیک برابر او د هغې د لاسلیک لپاره زمینه برابره کړي.