په کابل پوهنتون کې د افغانستان د عدلي علومو د خدماتي موسسې له لوري « حقیقت یابی و نقش علوم عدلی» د کتاب مخکتنه وشوه

دا علمي-حقوقي اثر، چې د « حقیقت یابی و نقش علوم عدلی»  تر عنوان لاندې د پوهنتون استاد او د افغانستان د عدلي علومو د خدماتي موسسې رییس ښاغلي محمد اشرف بختیاري او د کابل د ښار د دوهمې حوزې د وثایقو د محکمې غړي ښاغلي قضاوتمند محمد الیاس له لوري لیکل او چاپ شوی؛ د روان ۱۳۹۷ کال د مرغومي میاشتې په ۱۰ نېټه د کابل پوهنتون په مرکزي ایدیتوریم کې یې مخکتنه وشوه. د دې علمي – حقوقي اثر په مخکتنه کې د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد رضا فرزام، د افغانستان د عدلي علومو د خدماتي موسسې رییس ښاغلي محمد اشرف بختیاري، د اداري فساد د درنو جرمونو د استناف محکمې رییسه اغلې انیسه رسولي، د لویې څارنوالي مرستیال ښاغلي خواجه عبدالحق احمدي، د لوړو زده کړو وزارت د تفتیش رییس ښاغلي غلام داوود شایق، د کابل پوهنتون د یو شمېر پوهنځیو رییسانو، استادانو، پوهانو او د هیواد د عدلي او قضائي ادارو یو شمېر مسوولانو ګډون درلوده.

په پیل کې د افغانستان د عدلي علومو د خدماتي موسسې رییس ښاغلي محمد اشرف بختیاري او د « حقیقت یابی و نقش علوم عدلی» کتاب لیکوال ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د دې علمي-حقوقي اثر کې په ذکر شوو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې وکړې. ښاغلي بختیاري د دې کتاب د خپرېدو د څرنګوالي تر څنګ د کابل پوهنتون څخه د دې کتاب د مخکتنې دې محفل ته د اسانتیاوو برابرولو څخه مننه وکړه.

وروسته د کابل پوهنتون په استازیتوب د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد رضا فرزام د دې محفل ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د دې علمي- حقوقي اثر چاپ او خپرېدل یې لیکوالانو او د هیواد علمي ټولنې ته مبارک وویل او د دې کتاب د لیکوالانو له هڅو زحمتونو څخه مننه او ستاینه وکړه.

ښاغلي فرزام زیاته کړه، چې کابل پوهنتون د هیواد د تر ټولو قدیمي علمي بنسټ په توګه د تحصیلي خدماتو د وړاندې کولو تر څنګ له زده کړیالانو سره د شریکولو په موخه د هیواد څېړونکو او پوهانو ته د خپلو علمي تواناييو د شریکولو زمینه او فرصت هم برابروي.

په پای کې تر هر اړخیز نقد او څېړنې وروسته یاد علمي – حقوقي اثر په پنل کې د ناستو کسانو له لوري معرفي شو. یاد اثر په دوه ټوکه کې چاپ شوی او په کې هڅه شوې، چې طبي او تجربوي علوم د حقوقو له علومو سره یو ځای (تلفیق) شوي دي.

د افغانستان د عدلي علومو خدماتي موسسه (FSO) یو مستقل، غیر دولتي، غیر انتفاعي بنست دی، چې په ۱۳۹۰ کال کې رامنځته شوی او د اقتصاد وزارت په چوکاټ کې کار کوي. دا بنسټ د انګستان د لینکن پوهنتون او د بشر حقوقو د نړۍ وال سازمان ډاکتران (PHR) د پولیسو، څارنوالانو، قاضیانو، مدافع وکیلانو، د عدلي طب ډاکټرانو، د پوهنتون استادانو او مدني فعالانو د ظرفیت لوړو تر څنګ د هیواد د فورینګ ساینس یا عدلي علومو، حقوقي او مسلکي، په علمي – طبي مرکزونو او کشفي دستګاوو، عدلي او قضايي برخو کې د علمي تشو د ډکولو او له منځه وړولو په موخه وړاندیزونه او علمي – حقوقي وړاندیزونه د راپورونو، مقالو او کتابونو په شکل کې وړاندې یا خپروي.