د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر د ۱۳۹۷ کال د مني سمستر د شپې پوهنځیو د زده کړیالانو د ازموینو څخه لیدنه وکړه

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د روان ۱۳۹۷ کال د مرغومي میاشتې په ۵ نېټه د دې پوهنتون د مختلفو پوهنځیو د شپې زده کړیالانو د مني سمستر د ازموینو څخه لیدنه وکړه او د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو د لایحې د پلي کولو په موخه او استادانو ته یې د زده کړیالانو د ارزونې په څرنګوالي لازمې لارښوونې وکړې.

د کابل پوهنتون رییس سربېره پردې، چې زده کړیالانو ته یې د بریالیتوب غوښتنه وکړه، د پوښتنو ډول او د ازموینو د اخیستو په څرنګوالي او د ازموینو د لایحې پربنسټ یې د زده کړیالانو نظریات تر لاسه کړل.