په کابل پوهنتون کې د «امان التواریخ» کتاب د لومړي ټوک مخکتنه وشوه

د «امان التواریخ»  کتاب د لومړي ټوک مخکتنه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د کابل پوهنتون سره په همغږي وشوه. دا کتاب د هیواد د یو شمېر څېړونکو د زیاتو هڅو په پایله کې راټول او تهیه شو. د روان ۱۳۹۷ کال د مرغومي میاشتې په ۸ نېټه د شنبې په ورځ د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د چینايي ژبې او ادبیاتو څانګې په تالار کې پدې موخه په جوړ شوي محفل کې، د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي،  د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر ښاغلي دوکتور سید مخدوم رهین، د کابل پوهنتون د یو شمېر پوهنځیو رییسانو، د ازادي مطبعې ښاغلي رییس، د بیهقي خپرندویې موسسې رییس، د کابل پوهنتون استادانو او د هیواد د یو شمېر علمي او کلتوري بنسټونو مسوولانو شتون درلود.

په پیل کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د دې برنامې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د دې کتاب چاپ او نشر یې د هیواد د تاریخ د واقعیتونو څخه درک او ګټې اخیستنې په برخه کې اغېزمن او ګټور یاد کړ. د کابل پوهنتون رییس وویل، دا پوهنتون د دې ویاړ لري، چې د علمي او کلتوري بحثونو ته د درناوي او جوړولو په دوام  د ټولنې او خلکو په خدمت کې دی. نوموړي زیاته کړه، دا کتاب د هیواد د پوهانو او څېړونکو هڅو او کوښښونو په ځانګړي توګه د درانه استاد دکتور رهین د زیاتو هڅو او پاملرنې پر بنسټ ترتیب او جوړ شوی، چې زمونږ ملت او نړۍ وال زمونږ د هیواد باعظمته تاریخ څخه خبروي.

په پای کې ښاغلي فاروقي له ټولو هغو کسانو، چې د دې کتاب د جوړېدو، چاپ او خپرېدو په برخه کې هڅې او زحمتونه ویستي دي، مننه او درناوی کوي او هیله یې څرګنده کړه، چې ګران هیوادوال به دا ارزښتمن کتاب د هیواد د تاریخ له واقعیتونو څخه خبر کړي.

په ورته وخت کې د هیواد د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر ښاغلي سید مخدوم رهین هم د تاریخ، د تاریخ لیکنې په اهمیت او مقام، په کتاب کې د ذکر شوو موضوعاتو او د «امان التواریخ»  کتاب د لومړي ټوک په خپرېدو خبرې وکړې او دا یې د لوستونکو لپاره د هیواد د تاریخ په برخه کې ګټور او مهم یاد کړ. ښاغلي رهین د کابل پوهنتون له ریاست او د دې برنامې له ټولو جوړوونکو څخه د دې محفل د جوړېدو په پار مننه وکړه او هیله یې وښوده، چې زمونږ هیوادوال به د دې کتاب په لوستلو سره ځان د هیواد د تاریخ د واقعیتونو څخه خبر کړي.

په پای کې د «امان التواریخ»  کتاب لومړی ټوک د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر د سلاکار وزیر، د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر د ښاغلي سید مخدوم رهین او یو شمېر پوهانو او استادانو له لوري یې مخکتنه وشوه.