د کابل پوهنتون ریاست او په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت استوګن کلتوري رایزن تر منځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د فارسي-دري ژبې او ادبیاتو څانګې ودانۍ جوړولو او ګټه اخیستنې او همدارنګه د پراختیا، د علمي - کلتوري اړیکو د ژورو همکاریو تحکیم ، د تجربو او زده کړو تبادله او له تواناييو څخه زیاته ګټه اخیستنه، د ګډ کلتوري میراث او ظرفیت، د فارسي – دري ژبې او ادبیاتو د پراختیا  په موخه د کابل پوهنتون او د ایران اسلامي جمهوریت رایزني تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د روان ۱۳۹۷ کال د مرغومي میاشتې په لومړۍ نېټه د شنبه په ورځ د کابل پوهنتون د علمي شورا په تالار کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د فارسي- دري ژبې د ډيپارتمنټ د جوړېدو او د ایران اسلامي جمهوریت له لوري کابل پوهنتون ته د پوهنتوني کتابونو د ډالۍ په موخه محفل جوړ شوی وو، چې په هغه کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت فرهنګي رایزن ښاغلي دکتور رضا بهرامي، د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد رضا فرزام، د کابل پوهنتون د یو شمېر پوهنځیو رییسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوریت د فرهنګي رایزني همکارانو هم ګډون درلود.

په پیل کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي حمید الله فاروقي د دې برنامې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او تر څنګ یې د کابل پوهنتون او په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د فرهنګي رایزني تر منځ د فارسي – دري ژبې او ادبیاتو د ډيپارټمنټ د جوړېدو په هوکړه لیک خوښي وښوده او له کابل پوهنتون سره یې د ایران دوست هیواد له مرستو او همکاریو څخه مننه او ستاینه وکړه.

د کابل پوهنتون رییس له کابل پوهنتون سره د ایران دوست هیوا د هوکړو اجراء کول، د دې پوهنتون په پراختیاوي او د علمي ظرفیتونو په لوړولو او کیفي برخو کې اغېزمن او ګټور یاد کړل او زیاته یې کړه، چې دا هوکړې تېر کال د ایران دوست هیواد ته د افغاني هئیت د سفر پر مهال، چې د هغه هیواد مقاماتو سره مطرح او پرې بحث شوی وو. ښاغلي فاروقي له کابل پوهنتون سره د ایران د اسلامي جمهوریت د اسلامي فرهنګ او اړیکو د سازمان له لوري د ډالۍ شوو کتابونه د یاد پوهنتون د استادانو او زده کړیالانو د ظرفیت په لوړولو کې اغېزمن یاد کړل او هغه یې د کابل پوهنتون اړینه اړتیا وبلله.

ښاغلي فاروقي د کابل پوهنتون په استازیتوب په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفارت، د ایران اسلامي جمهوریت د اسلامي فرهنګ او اړیکو سازمان، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت فرهنګي رایزني، د ایران هیواد ملي کتابتون او له هغو ټولو بنسټونو څخه، چې له کابل پوهنتون سره  هکاري کوي مننه او درناوی وکړ او امید وارې یې وښوده تر څو دا ټول موارد د دواړو هیوادونو ترمنځ د فرهنګي او کلتوري پراختیا لپاره یوه ښه وسیله وګرځي.

همدارنګه د کابل پوهنتون رییس پدې پوهنتون کې د فارسی- دري ژبې او ادبیاتو د ډيپارټمنټ د ودانۍ د جوړولو په څرنګوالي او د مقدماتي کارونو او د دې ودانۍ په مهنډسي چارو خبرې وکړې او د دې ودانیزې پروژې د کارونو د ژر پیلېدو غوښتونکی شو.

په پای کې نوموړي د کابل پوهنتون د مرکزي کتابتون له مسوولانو څخه وغوښتل، له ډالۍ شوو علمي کتابونو څخه ښه ساتنه وکړي، چې د ایران هیواد د پوهانو او څېړونکو علمي اثار دي او هغه د علم او پوهې ټولو علاقه مندانو، لوستونکو او ګټه اخیستونکو په واک کې ورکړي.

په همدې حال په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوریت فرهنګي رایزن ښاغلي دکتور رضا مالکي له کابل پوهنتون سره په خپلو همکاریو خوښي وښوده، هغوی اماده دي تر څو د دواړو هیوادنو ترمنځ د شوو علمي او فرهنګي هوکړو په چوکاټ کې له کابل پوهنتون سره خپلو علمي او پوهنتوني همکاریو ته په دوامداره توګه  دوام ورکړي.

ښاغلي مالکي د دواړو هیوادونو د پوهانو او فرهنګیانو تر منځ د لومړي علمي او فرهنګي بحث او ډیالوګ، چې د روان ۱۳۹۷  کال د ثور په میاشت کې په کابل پوهنتون کې جوړ شوی وو، د هغه له بریالیتوب او اغېزمنتوب څخه یادونه وکړه او د دې برنامې له دوهم بحث او ډیالوګ څخه، چې په نږدې راتلونکې کې به د ایران هیواد د زاهدان په پوهنتون کې په لاره اچول کیږي هم اشاره وکړه او د دې تر څنګ یې د علمي - فرهنګي بحث او ډیالوګ دريمې دورې او د کتابونو نندارتون، چې په پام کې دی د کابل پوهنتون سره په همغږي په راتلونکې کال جوړ او تر سره شي، هم خبر ورکړ.

نوموړي د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د فارسي- دري ژبې او ادبیاتو په ډيپارټمنټ د ودانۍ په جوړولو هم خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې د طراحي او مهنډسي پروسې له وروستي کولو وروسته په رسمي ډول پیلوي. په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوریت فرهنګي رایزن د کابل پوهنتون له ریاست څخه د ګډو علمي او فرهنګي همکاریو د پراختیاوي پر دوام د فرصت او زمينې په پار مننه وکړه او تر سره شوې همکاري یې د دواړو هیوادونو د علمي بنسټونو په ګټه یادې کړې.  

په پای کې د فارسي-دري ژبې او ادبیاتو څانګې (ډيپارټمنټ) د ودانۍ جوړولو او همدارنګه د پراختیا، د علمي - کلتوري اړیکو د ژورو همکاریو تحکیم، د تجربو او اطلاعاتو تبادله او له تواناييو څخه زیاته ګټه اخیستنه، ظرفیت او ګډ کلتوري میراث، د فارسي – دري ژبې او ادبیاتو د پراختیا  په موخه د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد رضا فرزام او په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت استوګن فرهنګي رایزن ښاغلي دکتور رضا مالکي له لوري لاسلیک شو او تېر کال د کابل پوهنتون د مختلفو پوهنځیو له لوري د کتابونو لست ورکړل شوی وو، د هغه پر بنسټ یې پوهنتوني او د ایران هیواد د پوهانو او څېړونکو لیکل شوي کتابونه او علمي اثار یې کابل پوهنتون ته وسپارل.

د یادونې وړ ده، چې د ایران دوست هیواد د پوهنتون د مختلفو رشتو ۲۳۰۰ نسخې کتابونه کابل پوهنتون ته اهداء کړل او یاد کتابونه په رسمي ډول د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون ته وسپارل شول. په پام کې ده، یاد کتابونه، چې د مختلفو رشتو او د کابل پوهنتون د مختلفو ډيپارټمنټونو د غوښتنې پر بنسټ به د مرکزي کتابتون له لوري د اړوندو پوهنځیو په اختیار کې ورکول کیږي.