په کابل پوهنتون کې د خوشحال خان خټک د شخصیت د مختلف اړخونو په هکله نړۍ وال علمي- څېړنیز سیمنار جوړ شو

دا نړۍ وال سیمنار د روان ۱۳۹۷ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۶ نېټه جوړ او پدې نړۍ سیمنار کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي، په کلتوري چارو کې د ولسمشر ارشد سلاکار وزیر پوهنوال دکتور لعل پاچا ازمون، ښاغلي سرمحقق زلمی هیواد مل، د هیواد کلتوري شخصیت او تاریخ لیکونکي ښاغلي حبیب الله رفیع، د افغانستان د علومو د اکاډمي رییس ښاغلي څېړنوال دکتور عبدالظاهر شکیب، د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون لوی رییس ښاغلي محمد زرین انځور، د کابل پوهنتون د پوهنځیو رییسانو، یو شمېر مسوولینو، د افغانستان او پاکستان د یو شمېر علمي او اکاډمیکو بنسټونو استادانو او څېړونکو پکې ګډون کړی وو؛ خوشحال خان خټک د هیواد علمي، سیاسي، ادبي، فرهنګي او نابغه شاعر د شخصیت په هکله دا نړۍ وال سیمنار د روانې میاشتې تر ۲۹  پورې دوام کوي او د نوموړي د شخصیت مختلف اړخونو باندې پرې بحث او خبرې کیږي.

دا سیمنار د قران مجید په مبارکو ایاتونو پیل او ورپسې د هیواد ملي سرود وغږول شو. د خوشحال خان خټک دا نړۍ سیمنار د کابل پوهنتون د رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر د سلاکار په وینا پیل او د سیمنار ګډون والو ته یې ښه راغلاست وویل او د هیواد د وتلي شخصیت خوشحال خان خټک په  کارنامو، د نابعه او شاعر په ملي او نړۍ والو افکارو هر اړخیزې خبرې و کړې او هغه یې د هیواد یو علمي، فرهنګي، سیاسي او مبارزې څېرې په نوم یاد کړ، چې ټول هیوادوال او نړۍ وال د هغه په علمي او څېړنیزو کارنامو باندې ویاړ کوي.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه، دا لومړنۍ علمي سیمنار ندی، چې د افغانستان د دولت له لوري په لاره اچول کیږي. د هیواد د نورو لویو شخصیتونو د افکارو په هکله هم علمي سیمنارونه هم جوړ شوي دي، چې له هغې دلې څخه ابو ریحان البیروني، علامه کهزاد، پوهاند دکتور سید بهاوالدین مجروح او د هیواد د یو شمېر نورو شخصیتونو په هکله هم سیمنارونه جوړ شوي وو.

د کابل پوهنتون رییس وویل، د هیواد د علمي، فرهنګي شخصیتونو او لویو شاعرانو په هکله د سییمنارونو جوړول، افغانانو ته لوی ویاړ دی او خوشحال خان خټک هم ملي شاعر، پېژندل شوې ادبي او علمي څېره وه او د علمي، فرهنګي او مبارزو په برخه کې یې زیات زحمتونه او تکلیفونه ګاللي دي.

په پای کې ښاغلي فاروقي د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ  او د دې علمي – څېړنیز سیمنار له ټولو جوړوونکو څخه مننه وکړه او هیله یې وښوده، چې د دې سیمنار ګډونوال وکولای شي د نوموړي لوی شاعر د شخصیت مختلف فرهنګي، ملي او نړۍ وال اړخونه وڅيړي او د دې نابغه د شخصیت علمي او کلتوري تواناييو په هکله نوي موضوعات پیدا او له مینه والو سره یې شریک کړي.

وروسته د یاد علمي- څېړنیز سیمنار په هکله د افغانستان د ولسمشر پیام د افغانستان د ولسمشر د کلتوري چارو سلاکار پوهنوال دکتور لعل پاچا ازمون له لوري ولوستل شو، چې د دې پیام په متن کې راغلي وو، خوشحال خان خټک زمونږ د هیواد یو لوی شاعر او عالم وو، زیات علمي او فرهنګي خدمتونه یې کړي او له نوموړي څخه زیات لیکلي علمي اثار اوکتابونه پاتي دي. نوموړي د کابل پوهنتون او علومو اکاډمي نه د مننې تر څنګ د دې علمي سیمنار له ټولو جوړوونکو او هغو عالمانو څخه، چې پدې علمي سیمنار کې یې ګډون کړی دی، د دې تاریخي او با اهمیته سیمنار د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

وروسته د افغانستان او پاکستان د هیوادونو د علمي- فرهنګي او اکاډمیکو بنسټونو یو شمېر استادانو او څېړونکو هم د هیواد د وتلي عالم او شاعر په شخصیت خبرې وکړې او نوموړی یې د هیواد یو لوی علمي، فرهنګي او سیاسي شخصیت په توګه یاد کړ. د دې تر څنګ د مختلفو علمي او فرهنګي بنسټونو له لوري د یاد علمي سیمنار په ادرس رالېږلي وو، ولوستل شول.

د یادونې وړ ده، چې پدې څلور ورځیني علمي سیمنار کې د خوشحال خان خټک لیکل شوي اثار تر څېړنې لاندې نیول کیږي. د دې سیمنار لومړی ورځ په کابل پوهنتون کې وه او نورې ورځې به یې د افغانستان د علومو په اکاډمي او د افغانستان د ولسمشري ماڼۍ کې وي.

خوشحال خان خټک د د پښتو ادبیاتو د پیل شاعر د شهباز خان زوی، چې په ۱۰۲۲ هـ ل کال د هند د ګورکاني امپراتوري پر مهال د نو شهره په سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. یاد نوموتي شاعر په دواړو پښتو او دري ژبو شعر لیکه. خوشحال خان خټک د یوولسمې هـجري پېړۍ له تکړه شاعرانو او د خټکو د قوم د سردارانو له ډلې څخه وو او د شعر په مختلفو قالبونو کې شعر ویلی دی.

دې پیاوړي شاعر مختلف مفاهیم او موضوعات د شعر په ژبه بیان کړي دي، چې ډېر کم شاعرانو دا دقت او بارکي په خپل شعر کې کارولې ده. په مختلفو قالبونو کې لکه مثنوي، قصیده، غزل، رباعي، قطعه، مخمس، ... او نورو برخو کې خپله وړتیا ښوولې ده او همدارنګه د مختلفو موضوعاتو په برخه لکه: بازنامه، فضلنامه، طب نامه ( د ناروغیو د درملنې په برخه کې لیکل شوی دی)، اخلاقنامه، فراغنامه، عرفان، او .. په برخو کې یې خپله علمي او ادبي توانايي ښوولې ده. له یاد لوی شاعر څخه زیات علمي او ادبي اثار پاتي دي او د هیواد دا وتلی شاعر په ۱۱۰۰ هجري کال کې د ۷۸ کالو په عمر وفات شو.

د یادونې وړ ده، چې د خوشحال خان خټک د علمي، کلتوري، ملي او نړۍ وال نابغه شاعر د شحصیت مختلف اړخونه د څېړنې په اړه دا نړۍ وال څلور ورځينۍ سیمنار د کابل پوهنتون، د افغانستان د علومو د اکاډمي او د ولسمشر د کلتوري سلاکار د دفتر سره په همکاري او همغږي د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د چینايي ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ په تالار کې یې لومړی ورځ تېره شوه.