د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر په افغانستان کې د ایران له مقیم سفیر سره د خپل کار په دفتر کې وکتل

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنمل حمید الله فاروقي د روان ۱۳۹۷ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۶ نېټه د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ایران له استوګن سفیر ښاغلي دکتور محمد رضا بهرامي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او دواړو لورو د علمي او اکاډمیکو اړیکو په پراختیا  او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې. ښاغلي فاروقي کابل پوهنتون ته د ایران هیواد سفیر او ورسره مل هئیت ته ښه راغلاست وویل او له افغانستان او کابل پوهنتون سره د ایران او په کابل کې د هغوی د سفارت له سخاوتمندانه مرستو څخه یادونه او مننه وکړه.

ښاغلي فاروقي د دواړو هیوادونو ( افغانستان او ایران) ګډې کلتوري اړیکې ښې یادې کړې او د دواړو هیوادونو د علمي او اکاډمیکو بنسټونو تر منځ د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت استوګن سفیر ښاغلي دکتور محمد رضا بهرامي د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي د دري ژبې او ادبیاتو د ډيپارټمنټ د ودانۍ طرحه اجرائیوي شوي یاده کړه او د ایران د اسلامي جمهوریت د علومو وزارت مرستیال له لوري د کابل پوهنتون استادانو ته د بورسیو ورکړل شوې وعدې عملي کېدو، افغانستان سره یې د علمي او فرهنګي همکاریو باندې خوښي وښوده او په علمي برخه کې یې د دواړو هیوادونو د متقابلې همکارۍ غوښتونکی شو. همدارنګه نوموړي له کابل پوهنتون سره د زیاتو همکاریو وعده وکړه.

همدارنګه دواړو هیوادونو د علمي او فرهنګي خبرو اترو د درېم پړاو د برنامې په جوړېدو، چې په پام کې ده د راروان کال د جوزا په میاشت کې په کابل پوهنتون کې جوړ شی، هم خبرې وکړې او په ښه او اغېزمنه توګه د دې علمي او فرهنګي برنامې په جوړېدو یې تاکید وکړ.

پدې ناسته کې په افغانستان کې د ایران کلتوري قونسلر (رایزن) ښاغلي رضا مالکي، د کابل پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور محمد نعیم عظیمي، د ایران هیواد د جامعهّ المصطفی پوهنتون رییس او په کابل کې د یاد پوهنتون رییس هم شتون درلود.

د کابل پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دکتور محمد نعیم عظیمي او د ایراني هئیت غړو هم د دواړو (افغانستان او ایران) هیوادونو تر منځ په علمي او اکاډمیکو همکاریو تاکید وکړ او پدې هوکړه وشوه، چې دا بنسټونه په خپل منځ کې ګډې علمي او فرهنګي همکاري ولري باید په یو هوکړه لیک کې ځای پر ځای او د هغه پر بنسټ عملي همکاري تر سره کړي.

په پای کې د کابل پوهنتون رییس ته د ایران دوست هیواد د سفیر او مله هئیت له لوري په پام کې نیول شوې ډالۍ ورکړه او د پوهنتون رییس د دوی ډالۍ د مننې په ویلو سره منله.