په کابل پوهنتون کې د کندهار ولایت د امنیه قوماندان سترجنرال عبدالرازق د شهادت او د هیواد د نورو شهیدانو د شهادت په مناسبت د قرآن کریم د ختم مراسم جوړ شول

د کابل پوهنتون زده کړیالانو او د زده کړیالانو د اتحادیې په نوښت او هڅو د سترجنرال عبدالرازق د کندهار ولایت د امنیه قوماندان، په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي او نوماند شهید عبدالجبار قهرمان، شهید تورن جنرال عبدالمؤمن حسین خيل د کندهار ولایت دامنیت رییس او د هیواد نورو شهیدانو، د شهادت په منابست د قرآن کریم ختم د روان کال د لړم/ عقرب میاشتې په ۲ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي حمید الله فاروقي، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال دکتور احمد سیر مهجور، د پوهنځيو یو شمېر ښاغلو رییسانو، کارمندانو او محصلینو په کې شتون درلود د کابل پوهنتون په مرکزي ایډيټوریم کې جوړ شو.

پدې مراسمو کې د ختمانې دعا تر ویلو وروسته د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر پدې ختم کې ټولو ګډون کوونکو ته ښه راغلاست ویلو تر څنګ د ملي ګټو ساتونکو، ارضي توامیت، د هیواد د وفاق او ملي یوالي تامین کوونکو د ګلګون کفن شهیدانو پاک روح ته دعا وکړه او خپل د غمشریکي مراتب یې د ستر جنرال عبدالرازق اڅکزي د کندهار ولایت امنیه قوماندان د شهادت په مناسبت او د هیواد د نورو شهیدانو او دردېدلو هیوادوالو ته وړاندې کړل. د کابل پوهنتون رییس شهیدان د دې هیواد اصلي ساتونکي یاد کړل او زیاته یې کړه د ازادۍ د لارې شهیدان، د تاریخ، د هیوادوالو د نوامیسو او د عزت د ساتنې په خاطر په قهرمانانه ډول وجنګېدل. ښاغلي فاروقي د هیواد د ګلګون کفن شهیدانو د شهادت یاد او غم شریکي د ټول ملت دیني، ملي او تاریخي مسوولیت په توګه یاد کړ او د کابل پوهنتون له ټولو زده کړیالانو څخه یې، چې په سمه توګه د دې ستر مسوولیت سرته رسولو په خاطر مننه او درناوی وکړ.

د کابل پوهنتون ښاغلي رییس د هیواد د وروستیو پېښو اتل شهیدان او د تاریخ په اوږدو او په ځانګړي توګه د هیواد زړور امنتي او دفاعي ځواکونو شهادت د ملت او افغان دولت  لپاره لویه ضایعې په توګه یاده  کړه او خپل د غمشریکي مراتب یې د هیواد د شهیدانو کورنیو، د افغانستان مسلمان ملت او افغان لوړ پوړو دولتي چارواکو ته وړاندې کړل او د هیواد ټولو ټپیانو ته یې د الله ج له درباره د روغتیا غوښتنه وکړه.

وروسته د کابل پوهنتون د زده کړیالانو د اتحادیې رییس جاوید فاروس، د کابل پوهنتون یو تن زده کړیال ښاغلي حبیب الله خیبر او د شهید ستر جنرال عبدالرازق اڅکزي ملګري او همکار د تاریخ په اوږدو او د هیواد د ورستیو پېښو د شهیدانو په اتلولي خبرې او خپل د غمشریکي مراتب یې حاضرې جلسې، د شهیدانو کورنیو او د افغانستان ټول شریف ملت ته وړاندې کړل.

یاده برنامه د کابل پوهنتون د یو تن زده کړیال د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.