د کابل پوهنتون ټولنیزوعلومو پوهنځي د جنډر او ښځو د زده کړو د ماسټري له پروګرام څخه په لومړي ځل د ۲۱ تنو محصلینو فراغت ونمانځل شو

د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو کې د ولسمشر سلاکار وزیر جلالتمآب پوهنیار حمیدالله فاروقي د روان هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په ۱۴ مه نېټه د سهار ۱۰ بجې  د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو د پوهنځي له خوا د جنډر او ښځو د زده کړو له ماسټرۍ څخه د فارغو محصلینو په لمانځغونډ کې ګډون وکړ.

په دې غوڼده کې د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو کې د ولسمشر سلاکار وزیر جلالتمآب پوهنیار حمیدالله فاروقي، د ښځو چارو وزیره اغلې دلبر نظري، د لوړو زده کړو وزارت اداري او مالي چارو مرستیال ښاغلي دوکتور احمد  سیر مهجور، په کابل کې د UNDP مشر ، په کابل کې د سويلي کوریا سفیر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست، د ولسمشرۍ ماڼۍ او د هېواد د لومړۍ میرمنې سلاکارانو، د ټولنیزو علومو د پوهنځي رییس، د کابل پوهنتون ښاغلو استادانو، درنو محصلینو، ځينو لوړپوړو دولتي چارواکو او د رسنیو درنو استازو ګډون کړى و.

غونډه قاري رحمت الله د قراۤن کريم د مبارکو آیتونو پیل کړه، چې ورپسې ملي سرود و.

ګډونوالو ته د ښه راغلاست او د غونډې د رسمي پیل لپاره د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو کې د ولسمشر سلاکار وزیر جلالتمآب پوهنیار حمیدالله فاروقي ته بلنه ورکړل شوه، چې ټولو میلمنو ته يې ښه راغلاست ووايه او  د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو له پوهنځي څخه په لومړي ځل د جنډر او ښځو د زده کړو د ماسټري له پروګرام  نه ۲۱ محصلینو ته د فراغت مبارکي وويله، زیاته يې کړ:

کابل پوهنتون ویاړي، چې په مهم وخت کې د ټولنیزو علومو د پوهنځي د جنډر او ښځو د زده کړو له ماسټرۍ نه۲۱ محصلین فارغوي. ښځې، چې د ټولنې ۵۰ سلنه دي، پکار ده، چې په ټولنه کې يې پر حقوقو او اغیزمنتيا څېړنه وشي. پخوا په جنډر کې په زده کړو او تحصیلي برنامو کې  ښځو ته اړينه پاملرنه نه وه، کابل پوهنتون د مورينې او ارزښتمن پوهنتون په توګه په ۱۳۹۴ل کې له افغاني فرهنګ سره سم په ټولنیزو علومو پوهنځي کې د جنډر او ښځو د زده کړو برنامه پرانیسته، چې همدا اوس هم پکې دیرش نور محصلین هم په زده کړو بوخت دي''

ښاغلي فاروقي له افغانستان، په تېره له  کابل پوهنتون سره د UNDP او په افغانستان کې د سويلي کوریا د سفارت د مرستې مننه وکړه او له دوی څخه یې په علمي او ښوونیزو چارو کې د لا زیاتو او پرله پسې مرستو هیله څرګنده کړه.

دغه راز ښاغلي فاروقي ډاډ ورکړ، چې کابل پوهنتون د جنډر او د ښځو په زده کړو کې د مطالعې لپاره د نورو هیوادونو غوندې سمبال او بډايه کتابتون لري او په دې وروستیو کې کابل پوهنتون او د ټولنیزو علومو پوهنځي له ځینو بهرنيو پوهنتونونو سره د محصلینو د لیږد را لیږد تړون او تفاهمليک لاسليک کړى.

سلاکار وزیر او د کابل پوهنتون رییس له ولسمشر، د هېواد له لومړۍ میرمن او دولت څخه  په جنډر او د ښځو په زده کړه کې د لا ښې او زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه. نومړي ډاډ وښود، چې د کابل پوهنتون مشرتابه پلاوى او مسوولين په دې برخه کې کار ته ژمن دي.

په پای کې یو وار بیا ښاغلي فاروقي د کابل پوهنتون مشرتابه پلاوي، د لوړو زده کړو وزارت، محصلینو او کورنیو ته يې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو د پوهنځي د جنډر او ښځو د زده کړو له ماسټرۍ څخه د ۲۱ محصلینو د فراغت مبارکي وويله.

د غوندې نور ويناوال د هېواد د لومړۍ میرمن سلاکاره اغلې زهرا یوسف، چې د لومړۍ میرمن جلالتماب رولا غني  پیغام یې ولوست، د ښځو چارو وزیره اغلې دلبر نظري، د لوړو زده کړو اداري او مالي مرستیال ښاغلي دوکتوراحمد سیر  مهجور، په کابل کې د سويلي کوریا سفیر او په افغانستان کې د UNDP  استازی وو. دوی ټولو له دې برنامې سره د لا نورو مرستو او همکاریو ژمنه وکړه او د کابل پوهنتون رییس او په لوړو زده کړو کې د ولسمشر سلاکار وزیر ښاغلي پوهنیار حمیدالله فاروقي ته يې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي د دې لاسته رواړنې  مبارکي وويله او په دې برخه کې یې د نوموړي هڅې وستایلې.

د غونډې په پای کې د کابل پوهنتون مشرتابه پلاوي او درنو میلمنو فارغانو ته د فراغت ستاینلیکونه ورکړل.