د کابل پوهنتون د فوق لسانس زده کړو د آمریت خبرتیا!

د کابل پوهنتون د ماسټري اودکتورا برنامې آمریت په پام کې لري تر څو د ماسټري برنامې نوملیکنه، چې مخکې د روان کال د غوايي میاشتې تر ۳۱ پورې یې ښاغلو مراجعین ته خبر ورکړل شوی وو، اوس د روغتیا وزارت ټولې سپارښتنې په پام کې نیولو سره په ۱۳ ځایونو (اړوندو پوهنځیو کې) د ۱۳۹۹/ ۴/ ۱۸ نېټې پورې غځول کیږي.

 

ښاغلي داوطلبان د لاندې سپارښتنې په پام کې ونیسي.

  • له ماسک او دسکش درلودل؛
  • له یو بل سره دوه  متري واټن په  پام کې نیول؛
  • د نوملیکنې په ځای کې له دوه کسو څخه د زیاتو هغو نه درېدل.

 

د منلو شرایط:

  • د ډیپلوم او ټرانسکریپت درلودل، چې د لوړو زده وزارت له لوري تائید شوي وي (اصل او رنګه کاپي)؛
  • د لسانس دورې کم تر کمه د ۶۵ ٪ نومرو لرل؛
  • د تابعیت اصلي تذکرې درلودل؛
  • دوه قطعې عکسون درلودل.

 

غوښتونکي باید لاندې موارد په پام کې ونیسي:

  • د داوطلب د نوم لیکنې پاڼې په اړوند پوهنځي کې ویشل کیږي؛
  • د ماسټري برنامې د نوملیکنې فورمې بیه  (۵۰۰) افغانۍ ده؛
  • د مابعو د لست په هکله د زیاتو معلوماتو لپاره اړوند پوهنځي ته مراجعه وکړئ؛
  • د ازموینې د اخیستو د ورځې په هکله معلومات په رسمي ډول د ازموینو ملي ادارې له لوري اعلانیږي؛
  • د ارزونې دویم پړاو تر سره کېدل (د بهرنیو ژبو ازموینه او مصاحبه) هغو داوطلبانو، چې په لومړی ازموینه کې لوړې نومرې تر لاسه کړي، د کابل پوهنتون له لوري اخیستل کیږي؛

د ماسټري په ټولو برناما مو کې له (پښتو او دري) څخه پرته په بهرنیو ژبو (عربي او انګلیسي) تر سره کیږي.