د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون سره د اووه سوه ټوکه کتابونو مرسته وشوه

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۸ - ۱۲:۳۴
۱۱

دغه کتابونه چې په بېلا بېلو علمي او اکاډمیک برخو او مضامینو کې دي، د اقتصاد پوهنځي یو تن محصل لخوا د یوې  جوړې شوې غونډې په ترڅ کې چې د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي معلم احمد حقاني، د پوهنتون د مرکزي کتابتون آمر، د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمر، د پوهنتون استادانو او کارمندانو په کې ګډون درلود کتابخانې ته وسپارل شول.

د پوهنتون مالي او اداري مرستیال، د اقتصاد پوهنځي له دغه محصل څخه مننه وکړه او د محصل دغه کړنه یې د پوهنتون لپاره د قدر او ویاړ وړ نوښت وباله، او زیاته یې کړه چې د پوهنتون رهبري د محصل یاده کړنه د ستاینې او تقدیر وړ بولي. او باید دغه شان معنوي کړنې دوام ومومي، ځکه دغه شان کړنې د محصلینو د لا هڅونو سبب کېږي.

همدا مهال د اقتصاد پوهنځي محصل امید کریمي چې د دغو کتابونو مرسته یې کړې وه، وایي چې په ډېر زیار یې له بېلا بېلو علمي ځایونو کتابونه راټول کړي او موخه یې دا وه چې محصلین دغه ډول معنوي کړنو او د کتاب مطالعې ته وهڅوي چې په راتلونکي کې به هم پدې لاره کې هڅه وکړي.

همدا ډول د پوهنتون د مرکزي کتابتون آمر حبیب الله لمر، له ښاغلي کریمي څخه د مننې تر څنګ د یاد شمېر کتابونو وړاندې کول د کتابتون په بډایه کولو کې ګټور او اغېزمن ګام یاد کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۵۴
Background image

د اسلامي بانکدارۍ اړوند علمي سیمینار ترسره شو

د غضنفر بانک او د کابل پوهنتون د شرعیاتو او اقتصاد پوهنځیو په همغږۍ، «د اسلامي بانکدارۍ» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار ترسره شو.

په دغه سمینار کې د تحقیقاتو او علمي مجلو په برخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

د کابل پوهنتون د جديدالشمول محصلانو د ښه راغلاست غونډه جوړه شوه

د کابل پوهنتون د جديدالشمول محصلانو د ښه راغلاست غونډه د لوړو زده کړو محترم وزیر شيخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په حضور کې د محصلانو معاونیت له لوري ترسره شوه.

په دې غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: