د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال شیخ مولوي عبدالسلام حنفي:
منفورو کمونستانو چې کله د علماوو په شهیدانولو لاس پورې کړ، په زرګونه علماء یې شهیدان کړل، آن د ډېرو قبرونه لا تر اوسه ورک دي، په همدې لړ کې یې د وحشت بله ننداره هم وړاندې کړه، هغه چې په پولیګون کې یې په زرګونو علماء ژوندي خښ کړل.
