د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال شیخ مولوي عبدالسلام حنفي:
درنو استادانو، علماوو او شیوخ کرامو!
زمونږ را ټولېدنه یوه تاریخي او ارزښتناکه را ټولېدنه ده، زمونږ استقلالیت او حریت له هېچا پټ نه دي، هر کله چې اسلامي اصول تر نقد او ننګونې لاندې نیول شوي دي، نو له اسلام او نظام څخه د دفاع په لاره کې لومړی همدغو علماوو قیام کړی دی.
