د حقوقي ستاژ ۱۳پړاو دوهمې تمثیلي محکمې سیالي ترسره شوه

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۲:۱۹
145

د کابل پوهنتون حقوقي زده کړو ملي مرکز حقوقي ستاژ ۱۳ پړاو دوهمې تمثیلي محکمې سیالي د روان کال د تلې په ۱۱نېټه د سه شنبې په ورځ ترسره شوه.

په نوموړې محکمه کې د معمول مطابق د قضایي هیئت، منشي، مدعي او مدعی علیه، مدافع وکیل، شاهدانو او اهل خبره کرکټرانو رول لوبولی وو.

د کابل پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي محمد اشرف غیرت او محصلانو مرستیال ښاغلي صلا الدین ایوبی، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس او استادانو له نیږدې ددې محکمې څخه لیدنه وکړه.

د حقوقي زده کړو ملي مرکز سرپرست ښاغلي استاد نذیر احمد نثار وایي، چې د حقوقي ستاژ محصلینو ته  د هر سمسټر په پای کې د د دوه تمثیلي محکمې ترسره کیږي، تر څو هغوی له زیاتو قضایي مسایلو سره بلدتیا ومومي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د حقوقي ستاژ ۱۳پړاو لومړۍ تمثیلي محکمې سیالي یوه اوونۍ مخکې ترسره شوې وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۴:۳۲
Background image

عاليقدر امیر المؤمنين -حفظه الله- په کابل پوهنتون کې علمي-څېړنيز کنفرانس ته وينا وکړه

د ا.ا.ا محترم زعيم عاليقدر-اميرالمؤمنين -حفظه الله تعالی ورعاه- نن په کابل پوهنتون کې د علماء کرامو، د پوهنتونونو استادانو او څېړونکو يوې سترې علمي غونډې ته وينا وکړه.

محترم زعيم –حفظه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د کورنیو چارو وزیر الحاج خلیفه صاحب سراج الدین حقاني حفظه الله:

اوس د مسؤولیت په ریښتوني معنا اداء کول له تېر شل کلن انقلابي دور څخه ډېر سخت دی.
د نظام لپاره بنیادونه باید په شرعي معنا وي، بیا الله تعالی دې نظام ته نوره ترقي هم ورکوي.

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۲:۳۶
Background image

د کورنیو چارو وزارت قدرمن وزیر الحاج خلیفه صاحب سراج الدین حقاني حفظه الله:

مونږ له ډېرې اوږدې زمانې وروسته د الله تعالی په نصرت د یوه سپېڅلي نظام شاهدان یو.
موږ د اسلامي نظام د نفاذ او عملي کولو په درشل کې یو، دا مسؤولیت له جهادي دور وروسته تر ټولو ستر او. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: