په کابل پوهنتون کې د الکترونیکي زده کړو یا (HELMS) برنامه پیل شوه

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۴:۳
32154

په دې برنامه کې چې د دوو ورځو لپاره ترسره کیږي، له هر پوهنځي څخه یو تن استاد او د پوهنځيو تدریسي مدیرانو برخه اخیستې وه.

په دې برنامه کې د کابل پوهنتون دوه استادانو هر یو پوهنیار ننګیالی ننګیال او سیدکاظم هاشمي د الکترونیکي زده کړو یا (HELMS) څرنګوالي په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او ددې سیستم مهم جزیات یې هغوی ته تشریح کړل.

د کابل پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي محمد اشرف غیرت د برنامې په پیل کې د ګډون ترڅنګ د آنلاین زده کړو ارزښت په اړه خبرې وکړې او له ټولو استادانو او تدریسي مدیرانو څخه یې غوښتنه وکړه؛ ترڅو په دې برنامه کې په منظمه توګه برخه واخلي.

په پام کې ده، د برنامې له پای ته رسېدو وروسته ګډونوال استادان او تدریسي مدیران په خپلو پوهنځیو کې د نورو استادانو او کارکوونکو لپاره نوموړې برنامه ترسره او نوموړی سیستم هغوی ته وروپیژني.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د مقالې غوښتنه

په افغانستان کې د درملیزې معالجې علمي کنفرانس: اوسنی وضعیت او راتلونکی لیدلوری

دا کنفرانس د کابل پوهنتون له لوري ترسره کېږي. د طبي-فارمسي علومو متخصصینو ته بلنه ورکول کېږي چې خپلې علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د پوهنتون کارکوونکو لپاره د اداري مهارتونو ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د کارکوونکو چارو امریت له لوري د اداري اصولو او مهارتونو د زده کړې تر سرلیک لاندې درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ د نويو ګمارل شوو اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: