د سټار مارننګ مؤسسې رئیس د کابل پوهنتون له رئیس سره لیدنه وکړه

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۵ - ۱۳:۴۵
pic15

د سټار مارننګ مؤسسې رئیس ښاغلي لارس پترسن د کابل پوهنتون له رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز سره د روان کال د وږي میاشتې په پنځمه نېټه د شنبې ورځ لیدنه ترسره کړه.

پدغه لیدنه کې د کابل پوهنتون رئیس په پوهنتون کې د ښاغلي پترسن حضور او ددغه مؤسسې د روغتیایي کلینیک د کړنو او همدارنګه د خدماتي او ټیټ رتبه کارکوونکو لپاره د طبي لومړنیو مرستو د برابرولو په پار مننه وکړه او هغه یې ګټورې او اغیزمن وبلل. دکتور عزیز د یادې مؤسسې او کابل پوهنتون تر مینځ د هوکړه لیک پر بیاکتنه او د اصولي او قانوني لارو د مرستو پر  دوام ټینګار وکړ.

د سټار مارننګ مؤسسې رئیس، لارس پترسن د کابل پوهنتون له رئیس سره په لیدنه خوښي څرګنده کړه او د یادې مؤسسې د مرستو او همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دوی د روغتیایي خدماتو د ارائه کولو لپاره متعهد دي او هڅه کوي چې یاد خدمات لا ښه او زیاد کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د مقالې غوښتنه

په افغانستان کې د درملیزې معالجې علمي کنفرانس: اوسنی وضعیت او راتلونکی لیدلوری

دا کنفرانس د کابل پوهنتون له لوري ترسره کېږي. د طبي-فارمسي علومو متخصصینو ته بلنه ورکول کېږي چې خپلې علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د پوهنتون کارکوونکو لپاره د اداري مهارتونو ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د کارکوونکو چارو امریت له لوري د اداري اصولو او مهارتونو د زده کړې تر سرلیک لاندې درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ د نويو ګمارل شوو اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: